کابل ، ننګرهار ، کندهار او ګڼو نورو سیمو کې پرلپسې چاودنو له زرو ډېرو هېوادو والو ته مرګ ژوبله واړوله چې نن د هېواد په ګڼو کورنو کې دغم ټغر خپور دی . نن د هېواد له هر جوماته د جنازو اعلانونه دي نن د ډېرو ولایتونو له کوڅو دمیندو او خویندو د زګیرویو غږ پورته کیږي .
په نړۍ کې چې کله ناورین رامنځته کيږي ولس یوځای کیږي او د ناروین لپاره ملي جوړښت رامنځته کوي ، سیاسیون په یوه ټغر کیني او د هېواد او هېوادوالو د نجات لپاره قاطع پرېکړه کوي ، اردو او امنیتي ادارې خپل اولادونه ګڼي او په یوه غږ یې په ټوپک کې ګلونه ږدي او ملاتړ یې کوي .
نن هغه وخت راغلی چې د نیوکې پرځای قومونه سره راټول او دیوه متحد ملت په څېر دخپلو امنیتي ادارو ملاتړ وکړي .
نور دې هیڅوک د خپل سیاسي امتیاز د اخیستو لپاره پر حکومت نیوکې نه کوي نور دې حکومت سره لاس ورکړي او د خپل هېواد د راتلونکي لپاره دې یو قوي او واحد ملت جوړ او ملي یووالي ته کار وکړي ، اوسنۍ جګړه استخباراتي جګړه ده نه طالب دومره زور لري چې دغه جګړه پرمخ بوځی او نه هم کومه ډلګۍ ننۍ جګړه ستا دملت او هېواد دلمنځه وړلو پلان دی چې پیل شوی دی.
پر موږ جګړه تپل شوې او تحمیل شوې ده دغه جګړه کې امنیتي ادارو خپلې هڅې کړي دي خو دغه جګړه دومره پېچلې ده چې په اسانه یې مهار کول نا ممکنه ده .
زموږ جګړه اوسنۍ نه ده څلویښت کاله یې دوام کړی شپاړس کاله کیږي چې زموږ ادارې جوړې شوي دي خو ددې څخه وړاندې زموږ په اداره کې هیڅ هم شتون نه لرلو نو اوسنۍ جګړې دوام ورکوونکي چې اوس د انزوا سره مخ دي او هڅه کوي چې بېرته ځان نړۍ ته وښئ چې باید نړیوال پرې حساب وکړي او ددوۍ لپاره د امتیاز ورکولو قایل شي .
دوۍ د نړیوالو فشارونو په وړاندې ځان ښئ او هڅه کوي چې نړۍ او خپلو ملګرو ته وښئ چې موږ فعال یو او فعالیت مو تر دې حده دی چې ګڼه مرګ ژوبله هم اړولی شو ددوۍ هدف هم دغه ډول د تجمع ځایونه په نښه کوي .
په مخامخ جګړه کې یې توان له لاسه ورکړی مرکزونه یې له منځه تللي دي او ددوۍ هڅه کوي چې د خپل ځان او ملګرو لپاره روحیه ورکړي او دغه روحیه یې د جګړې لپاره ددوام چانس برابر کړي .
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو او نړیوالو له لوري د ترورستانو په وړاندې قاطع درېدل ددې لامل شول چې نور مو د هېواد دښمنان رحم ونه کړي او خپل ټول وحشت نندارې ته کیږدي .
جګړې اداره کول دحکومت په توان کې دي خو دغوۍ چې دغه ډول بریدونه کوي دا یې د ناتوانۍ اخري حد دي ، نو که چېرته ملت د خپل حکومت ملاتړ وکړي نو شته جګړه به مهارشي که چیرته له موټر پلورنکو پیل تر ورادوونکو پورې په هغه چا موټر ونه پلوري چې ددوۍ په وړاندې یې استفاده کوي .
شپه ورځ هغه خلکو مخه ونیسي چې ددوۍ په سیمو کې مشکوک مخالفتونه کوي ددوۍ په کوڅو کې هغه چاته ځای ور نه کړي چې دوۍ یې دفعالیت په اړه شکمن کیږي .
دجګړې ماهیت نړیوال دی هغه خلک چې په حکومت کې دي او یا له حکومته بهر دی باید ددغې جګړې په وړاندې ودریږي او نور له بی احتیاطۍ او شخصي ګټو څخه تیر شي په قاطع ډول دې د خپلو خلکو لپاره له خپلو خلکو سره ودریږي .
کوم سیاسي ټولنې چې په دې هیواد کې شتون لري هڅه دې وکړي چې د خپلو شخصي او ګوندي غوښتنو لپاره خپل بې کفایته خلک په حکومت تحمیل نه کړي .
د تاجک ازبک پښتون او هزاره په نوم دې نور له امتیازه اخیستو تېر شي . او ولس دې نور د هغو ملاتړ ته دپای ټکی کیږدي چې د قومونو ترمنځ ستونزې جوړوي او دیوه واحد ملت څخه مو ملت څو برخو او کورنیو په نوم ویشي .
تاسو ته معلومه نه شوه چې په ټولو چاودنو کې وژل شوي او وټپیان شوي دي د هر قوم دي هلته یې نه دي کتلي چې یواځې دې دیوه قوم خلک ووژني او نور دې ژوندي پاتي وي تاسو ولیدل چې په سرکونو او جوماتونو او د هوټلونو په دهلیزونو کې د ټولو وینې ګډې روانې وې .
تاسو وینۍ چې امنیتي ادارې هره ورځ وینې تویوي او ستاسو له بچیو دفاع کوي ، دحل لاره دا ده چې سره یوشۍ کنه نو نور به هم خاورې ایرې شئ .
په یاد مو نه ده چې یو وخت به له هېواده بهر په دښتو او خیمو کې د سره لمر لاندې پراته وۍ .
ملګرو ملتونو باندې دیوه ملت په شکل غږ وکړئ چې نور جګړه نه غواړو او زموږ لپاره پرته له خپل ملته نور هیڅوک او هیڅ سیاست وجود نه لري .
پدی خبره او نظربایدبشپړیقین اوټینګ باوروی، ترڅوچې په ملک کی داحالت چه دمافیایی غلواوکاروان ګډ شوی غږجلا اوتوپیراوتصفیه نشي، افغانستان او افغانان به هیڅکله هم د ریښتنې او دایمي سولې مخ ونه ویني.
ځګه چه افغان جلا نه منونکی ویښ اوباټورولس خپل دوست اودښمن ښه پیژنی اوهم هغه لاملونه یا اسبا ب چی د دغه کشالی جرړی تشکیلوی سیاسی موخو ، دهوسونواوعقدو،د فردی اوګروهی ګډوګټو په اساس دآزادی اودموکراسی ترچترلاندی ترورخواروی اونفاق اچوی اومصیبت زیږوی اودنفاق اورته لمن وهی. ترکومه ځایه چی ثابت شویدی هغوی دهیڅ قوم اومحل نه استازیتوب او ملا تړنلری خوټوپک اوبهرنی استعماری ملاتړدوی ته هرشی جوړکړیدی ، کاذب شخصیتونه اوپرستیژورکړیدی
دوی یوازی دخپل شته والی نه دفاع کوی ، څرګنډ ه ده کوم ځواکونه چی دتضادونوپالونکی وی هیڅکله دحل وړګرځیدلی نشی. دافغان ولس کرکه او خپګان هم د دوی په اړه څرګند او واضح دی ترکومه ځایه چه روښانه شویده کومه ډنده چی دغوډلویا ځواکونوته سپارل شویده« دواړخواوته »دبهرنی سیمه ایزی استراتیژیکی لوبی په لمن کی دسیاسی پوځی مورچلونوساتل دی .