غزل

ګل محمد بحير

(دير معيار جندول)

 

د تخيل کور مې روښان پاتې دے

د سحردغه يو امکان پاتې دے

چې د انسان غوښې انسان ونه خورى

دغه سحر مې يو ارمان پاتې دے

چې ځان ته ګورم څېرې نورې وينم

زمانه څومره لرى ځان پاتې دے

په هوا ګانو سفرونه پسې

زمونږه رزق په اسمان پاتې دے

د اور په بيه دى هر څۀ دې ښار کښې

يو دبحير زړۀ ډير ارزان پاتې دے