فقيرشاه فقير

سپيرۀ غربت زما د زړۀ د هر ارمان قاتل دے

الزام پرى نه پورې کؤم چې مې جانان قاتل دے

 

څه په خوږه خوږه کښې زهر راکوى زړګيه

څۀ په خندا خندا مې وژنى څومره وران قاتل دے

قامونه ځان له ډکوى د تاريخونو پاڼې

خو د پښتون د رواياتو هر دوران قاتل دے

مونږه د ساندې ساندې وير نه جوړوو سندرې

وخته کۀ ستا ماتم د مينې د قربان قاتل دے

 

د وخت دتور نظام باغى دے د آنا باغى دے  

خلکه فقير هم د سقراط په شان دځان قاتل دے