د افغا ن خواري کښو خلاف د پاکستان پوليس ګردى

عبدالسلام سلام

د کله نه چې په پاکستان کښې د فوج او آيې ايس آيې په قوت جوړ کړے شوو جهادى تنظيمونو خلاف تش په نوم اپريشن شروع شوے دے دهغې دټولو نه لوئ قيمت پښتنو خو اريکښو ادا کړےدےد حکمرانې طبقې خواخوږو خو اول نه دومره نقصان موندلے اونه په کيمپونو کښې پاتې شوى ـ خو خواريکښې طبقې ته ډير زيات مالې او ځانى زيان اوښتے، لوئي شمير ماشومانو او ښځودبمباريواوپۀ کمپونو کښې د وړو وړو نا روغيو دکبله ژوند دلاسه ورکړے ـ او حکمرانه طبقه د اسلام آباد او حيات آباد په بنګلو کښې پاتې شوې ـ او د دې باوجود ئي د کيمپونو دپاره را غلى امداد يو په لسه وصول کړے ، په کروړونو روپو قرضې ئي هم ځان ته معاف کړې او دنقصاناتو کروړونه روپىۍ کليمونه ئ هم داخل کړى ـ ولې عام اولس ته هغه اعلان کړے شوې پنځۀ ويشت زره روپۍ هم په صحيح توګه نۀ دى ملاؤ شوى اوکه چاته ملاؤ هم دى نو ايجنټانو پکښې خپله برخه وهلى ده ـ او کوم خلک چې واپس خپلو کورونو ته (سوات،بونير او باجوړ ته ستا نۀ شوى) فوج د هغوئ ژوند حرام کړے او په زور پرې خپل بې مقصده جنګ ته دوام ورکولو او د هغوئ نه د انتقام اخستو دپاره لښکرى جوړوى او د خانه جنګۍ دپاره لاره هواروى ـ
دا خو دهغه بې وزلو پښتنو خوارى کښو او درميانه طبقې حالات دى ـ خو بل طرف ته دغه حکمرانان او د دوئ کرپټ ترينه محکمه پوليس د افغانستان نه را غلى هغه پښتنو خواريکښو خلاف دظلم او زياتى انتها شروع کړى کوم چې دتيرو ديرشو کلونو را سى په مختلفو ښارونو کښې محنت مزدورى کوىـ او هغوئ ته مزدورى هم په دغه شرط ورکړے کيږى چې معاوضه به دنورو مزدورانو کمه اخلى ،ليبر قوانين به په هغوئ نه اپلايي کيږې او دسخت نه سخت کار به کوى ـ دا هغه خواريکښه ډله ده چا ته چې د افغانستان حکمرانان هم دسر سيور ے او روزګار ورکولو ته تيار نۀ دى او نه ددوئ سره دومره وسايل شته چې افغانستان ته پرى لاړ شى يا هلته ځان له روزګار او دسر سيورے پيدا کړى ځکه چې هلته هم د زردارى و رونه حکمرانان دى ـ دامسله که په کراچۍ يا لاهور کښې وى نو سر پرى خلاصيږى ځکه چې دغلته دحکمرانانو د ميډيا پروپيګنډه تر دى حده شوى چې نن يو عام پښتون ته هم د ترهه ګر نوم ورکولے کيږى(د حيات آباد، سټلايټ ټاون، ماډل ټاون کلفټن او ډيفنس اوسيدونکى ددى نه مستثنا دى) ـ نو بيا د بره پښتنو دپاره خو کله د شناختى کارډ بهانه او کله د غير ملکيانو بهانه موجوده وى خو تعجب په دى خبره دے چې پيښور کښې هم دغه چارى دټولو نه زياتى روانې دى چرته چې دهغه خلکو حکومت دے د چا د سياست نظرياتى نعره چې لر او بر يو افغان وه ـ نن هلته لر او بر افغان يو شان وهلے کيږى، وژلے کيږى ،شرمولےکيږى خو دچا د خلى نه هم لر او بر يو افغان نعره نه اوچتيږى ـ هن يوه خبره ضرور ده چې لر او بر سرمايه کار خانان ملکان او حکمرانان نن هم يو دى هغوئ ته اجازت دے لر او بر د تللو، د اوسيدلو، دفيصلو کولو، د خلکو دوژلو اود خلکو دسر سودا کولو ـ او که اجازت نشته نو هغه دلراوبر خواريکښ درميانه طبقې ، دهقان ، بى کوره او بې اوره ته د ژوندى پاتې کيدو نشته ـ دپښتنى غيرت دعوى کونکو نه داسى وخت کښې داخبرى هيروى، دهغوئ د نعرونه دا سى وخت کښې ساه ختلى وى ـ
دنن نه تقريبا دري مياشتې زړه خبره ده کله چې زۀ د پيښور نه کراچۍ ته راتلم نو په بس کښې اتۀ نهه کسان افغانان خواريکښ هم موجود وو تر کراچۍ پورى تقريباً د هغوئ شل ځايه تلاشى وشوه او پۀ هر ځاي کښې د هغوئ نه د زرونه تر پنځۀ زره روپو پورى پوليسو واخستى خصوصاً د سند پوليسو د هغوئ سره ډير ناروا سلوک اوکړو او هغوئ يې د ګاډى نه کوز کړل ما ورته پخپله هم منت او کړو چې که پيسى ترى اخلۍ نو خبره ورسره اوکړۍ خو دګاډى نه ئ مه کوزوئ هغوي ويل چې نه دبره نه حکم دے دا مونږ نه شو پريښودے(اګر چې درى ګنټى پس ئ پريښى وو او لس لس زره روپۍ ئ ترى اخستى وې) په دې کښې دوه درى داسې کسان هم وو چې د هغوئ سره پاسپورټ هم موجود وو خو دهغې باؤجود ئ هم دهغوئ نه دري دري زره روپۍ واخستى ـ
ما هغوي ته اوويل چې تا سو ولى پيسى ورکولې تا سو سره خو پاسپورټ هم موجود وو نو هغوئ اوويل چې مونږ په ژبه نه پو هيږو پته نشته چرته مو بوزى ـ بيا ما خپل يو ملګرى ته فون اوکړوچې وکيل هم دے اوشاعر هم او دهغۀ نه مې دا طمعه وه چې دى مسله کښې به دلچسپى واخلى که چرته په دې کيس را اوچت شى نو نورو خلکو ته به مسله اسانه شې خوهغه ملګرى زۀ ډير مايوسه کړم او ماته ي دا مشوره را کړه چې دى مسلو کښې ګوتې مه وهه پخپله به پکښې ګير شې ـ دغه ملګرى د يو داسې اين جى او سره هم کار کړے چې دمهاجرينود حقوقو د پاره ئ کار کوو ـ ددى طرفه دمايوسه کيدو نه پس ما هغه کسانو ته اوويل چې تاسو د افغانستان سفارت خانه کښې خپل شکايت او کړئ پته نۀ لګى چې هغوئ بيا څۀ وکړل خو تر کراچۍ پورى هغوئ تقريباً لس لس زره روپۍ رشوت ورکړو. او زۀ د هغې ورځى نه دى سوچ اخستے ووم او حالات مې په دغه تسلسل کښې کتل او نن دا حال دے چې هره ورځ په اخبار کښې د عدالتونو مخې ته د افغانانو خواريکښو تصويرونه ګورم او هغوئ دعدالت له خوا ترلسو لسو ورځو دپاره پوليس ريمانډدپاره ليږلے کيږى ـ ددوئ بل څۀ جرم نشته ددوئ غربت ددوئ جرم دے ـ د وزير دا خله د طرفه دهمکئ نه پس پۀ مختلفو علاقو کښې دافغانانو تندورونه هم په بنديدو دى او ځائ په ځائ ګرفتاريانې کيږى ـ داعمل صرف د افغانستان د خواريکښو خلاف نۀ دے بلکه د سوات، دير ، بونير او وزيرستان نه کراچۍته دمزدورۍ دپاره راتلونکى خواريکښو سره هم دغه عمل کيږى ـ په لانډهى انډ سټريل ايريا کښې موجودو غټو ملونو الکرم ټيکسټائل مل،ګل احمد ټيکسټائل مل، يو نس ټيکسټايل مل او ايکسپورټ پروسيسنګ زون کښې منجمنټ ته با قاعده دا وييلے شوى چې ددى علاقو خلک به په کار نۀ اخلۍ ـ خو تر اوسه د پښتنو د حقوقو ټيکدارانو هيڅ قسم احتجاج ونۀ کړو حالانکه د سند وزارت محنت ددوئ سره دے ـ او په کراچۍ کښې دپښتنو ووټ په سايټ او لانډهي انډسټريل ايريا کښې دے او دوه سيټونه دوئ له هم دغه خواريکښو ورکړى ددى دپاره چې ددوئ د حقوقو تحفظ به کوى خو اوس داسې ښکارى چې د هغوئ د دټريډ يونين قوت هم دوئ غصب کړو او پښتانۀ خواريکښ لکه د يتيمانو په کراچۍکښې بې اثرى دمعاشى قتل عام په زد کښې دى ـ او وزارت محنت د سرمايه دارو دتحفظ دپاره هرقسم مزدور دشمنه او پښتون دشمنه کار ته غاړه ايښې ـ
 دحکمرانانو ددى عمل شاته لويي مقصد دادے چې د خپلو ناکاميو پټولو دپاره د خلکو توجه نان ايشوز ته واړوى او په دى ذريعه افغان حکومت او امريکه بليک ميل هم کړى (خصوصاً د ډيورنډ لاين په حواله) خو ددى سماجى اثرات مجموعى طور د پښتون اولس په زيان او دهغوئ په بدنامۍ تماميږى ـ دڅۀ پروا چې د رحمن ملک غوندى خلکو او دهغۀ سره په حکومت کښې ناستو يارانو ته نه پرون وه اونه نن شته ـ دوئ ته ډالرې پکاردى اګر چې  په هر قيمت وى ـ