تازه غزل
چې دې په میاشتو له احواله خبردار نشي څوک
له دې بې خونده زندګۍ ، څنګه بې زار نشي څوک ؟
مار دې یې وخوري ، په چړو دې هم سوری سوری شي
خو د بیلتون په رنځ دې هیڅکله بیمار نشي څوک
چې نیمه خوا دې ، نیمه لاره کې پریږدي او درومي
تر دې خو دا ښه ده ، چې هیڅ د سړي یار نشي څوک
سخته به نه وي ، چې د دومره انتظار بدل کې
یوه شيبه دې هم دیدن ته ، انتظار نشي څوک
تار که د دار ، د محبت په رباب وتړل شي
بیا به د مینې په تور ، دې ښار کې په دار نشي څوک
د ژوند له بوجه یې چې سر ، د بل په در کې ټیټ شي
په چا مې هم نه ده پیرزو ، دومره دې خوار نشي څوک
ژوند خو همدا دی اندیښمنه چې پکار شې د چا
بیا د څه کار دی ؟د ملګرو چې په کار نشي څوک