ليک: ډا کټر محمد شفيق

څرګنده دى وى چې هندو باغ اوسني مسلم باغ د قدرتى وسائلو پۀ وسيله سره ډيره ښتمنه او بډا يه سيمه ده . خو څر ګنده دى وى څې ځائ خلګ ئ تر اوسه لۀ دى ښتمنۍ ځه بى برخى دى. د هندو باغ تو رى پۀ ډيرو معنا سره کاره ول سوي د ئ ـ لاکن هندو د اوبو ډنډ يا يوۀ لوئ بحر ته وئيل کيږى او دا د سنسکرت آريائي ژبى زوړ متروکه توري دي . او باغ پۀ معنا د زخيري يا غوټى کارول کيدۀ . ګوا کى معنا ئ دا وه څې دا د اوبو مرکز دي . او هم دغه سکي وه . څو کاله لۀ وړاندى دلته ډير کاريزونه هم وچ سول . د خلګو باغونه وچ او مځکى ي ويرانى سولے . او اوس حال دا دے څې څوک د ډيرى مځکى لرلو باؤجود غنم نسى کرلائ . ځکه چې او به نسته . هندو باغ اوسني مسلم باغ څې کله زمونږ د غه ګډه صوبه کښې د نيپ نيشنل عوامى ګوند با چائ وه نو د صوبى وزير اعلى سردار عطا الله منګل څې د سيمې د جميعت علماء رياستى وزير مولوى صلاح الدين لا هم ورسره وو. نو هلته پۀ هغه ليدنه کښې يو قرار داد وړاندى سوي . څې دا هندو باغ نوم دى بدل سي مونږ مسلمانان يو او داسې نو څۀ . نو موړى سردار عطاالله منګل ووئيل څې ددى سيمى لۀ خلګو بائد زده يا تپوس وسى دوئ څۀ نوم ورکول غواړى (١) مسلم باغ (٢) هندو باغ يا پښتون باغ . خو ددى اخرى نوم پحقله د ستر ښونځى يو معلم لاس پورته کړئ هغه سم د لاسه يوۀ عسکر پر لاس اوواهه پۀ هغۀ باندى لاس مړ وځړيدي. بيا څې کله د مسلم باغ وړانديز ورکول سوئ نو ناستو خلګو بيخى چا غږ نۀ کاوۀ ! بد بخته هغه مو لوى مرحوم را ولاړ سوي . او دا ئ څرګنده کړه څې پټه خولۀ رضا ده . او بس لۀ هغه ورځى نه زمونږ د سيمى نوم د هندو باغ نه مسلم باغ سو! بيرته و خپل سر خط ته را ګرځو . کله څې فرنګى پۀ ١٨٩٤ ء کښې مسلم باغ له را غي ځائي او سيمه ايزو خلګو ډيرى ډغرى ورسره اووهلى لاکن پۀ عصرى وسله سنبال فوج سره چيرى اوتر کومه و مقاومت کيدلائ سو . د فرنګى د با چاهئ مراندى څې کله ټينګى سوى . نو هغوئ دلته تعميرات پيل کړل او د خپل فوجى مهماتو د سرته رسولو دپاره ي لۀ کوئيټى بيا تر ږوب پورى يو وړوکئ د اوسپنى لائن وا چا وۀ . ځاي پۀ ځائ ئ د اور ګاړى تم ځايونه جوړ کړل . فرنګيانو څې کله د مختلفو معدنى وسائلو پۀ حقله پلټنى او کړے نو دوئ د لته د کرو مائيټ يوه لويه غرنۍ غنى او بډا يه سيمه او ميندله . کرو مائيټ پۀ عامه ژبه کښې کروم هغه فلز يا د هات دے څې لۀ هغه څخه فو لاد او نور اوسپنيز شيان جوړيږى . خو پرنګيانو ځائي خلګ و هڅول څې کروم يا کرو مائيټ او پيژنى هغه هم دومره څى د غرو ځۀ ئ را وکا ږى او پۀ ډيره ارزانه بعيه ئ پۀ فرنګيانو وپلورى دد غو مقاصدو تر سره کولو ددغه مقآصدو د تر سره کولو لۀ پآره دوئ دلته پۀ پخوا نى هندو باغ کښې يو شرکت د“Pakistan cromite, company , limited” پۀ نوم سره پرانستلے . او سم د لاسه ئ د مړزغن سيمى ته د ريلوے ( اور ګاړى ) ليکه جوړه کړه . او هم هلته به د هغو غرو ځه څې سوله ، سره سلواټه ، ننده ټاکى . او نور ځايو څه د اور ګاډى پۀ زريعه کروم را وړئ او بيا تر بوستان او بيا لۀ بوستان څه د لوي او رګاړى پۀ زريعه کراچۍ و بندر ته ليږلى څې بيا ئ دو ئ ولايت ته يو سي. بد بختى نه دا هغه ورځى او شپي وې څې دلته پښتانۀ پۀ علمى محيط ځۀ بيخى ليرى وو. د مذهب زدکړى اسانتيا وى بيا هم نۀ وى . زمونږ ملايان به سوات . دير و آزادو رياستو ته تلل يا به بډا يه خلګ ډيلى ته تلل. دکروم پۀ کانونو کښې څې کوم چا به کيندنى کولے هغوئ به هم د کمپنۍ يا شرکت له اجازے پرته هڅې کولے او نۀ د کان لۀ ملکانو سره مجهيز سامان آلات هم نۀ وو. بيا وروسته کمپنۍ يا دکرومشرکت پۀ غرو کښې پۀغرو کښې تر لرې لرېهکيندنى پيل کړې . اوبيا ورته لارئ را وستل شوې . اد هغو لاريو پۀ واسطه به ئ د هغه کروم تر ډمه پورى را وړى . ډم وهغه ځائ ته وئيل کيدۀ څې چيرى به دوئ کانو څه کروم را وړى او پر يوۀ ځائ اچاوۀ . او لۀ هغه ځائ ځه پۀ اور ګاړى کښې وړل کيدائ . اوسنے مسلم باغ د ضلع ږوب ي، ښۀ غټ تحصيل وو او پۀ انتظامى تو ګه دا دضلع ږوب د پوليټيکل ايجنټ تر انتظام لاندى وو . دلته هڅى دا سې عدالتى نظام نۀ وو . خو دخلګو د ستو نځو فيصلي به به جرګو سره کيدلي .د ليويز تر انتظام لاندى ټوله سيمه خوشځاله وه . بيا څې کله پرنګيان لاړل دلته پاکستان جوړ سوي.نو ددغه شرکت کروميم کمپنۍ چارى هم و ځنى شخصى خلګو ته وسپارل سوې . هغوئ پۀ مرور لۀ ډيرو بينکو څه قرضو نه واخيستل هغه هم ددغه شرکت پۀ نا مۀ . لاکن هغه لګښت دوي د کانو او دکرو مائټ پحقله نۀ نغورى . د ځانى ګټو لپاره ئ پۀ کار را وستلائي . بل وخت بيا دا سى وسوي څې هغه د کمپنۍ حصه داران وتښتيدل ځکه دوئ مالى در غلى وکړه . او د خلګو حسابونه ئ تالا ترغه کړل . او بيا خلګو د لوږى پۀ احتساب لاس پورى کړل . لاکن د هغوئ دهغوئ رهبران دغلو ملګرى وو . خلګ ئ بى روزګاره سول ټول دژوند کاروبار پۀ ټپه ودريدۀ . ټوله مزدوران د دوکاندارانو پوره وړى وو. مزدوران عدالت ته ولاړل . د کوټى رياستى عدالت ( هائي کورټ) د کمپنۍ ټول شرکتونه دنيام دپاره چمتو کړل او دکمپنۍ دشرکت هرڅه ئ پۀ پۀ قانونى قبضه کښې واخستل ځنى مزدورانو او نورو غلو د کمپنۍ ټوله ښتمنى لوټ او تالا ترغه کړه. وروسته د مسلو باغ خلګ سره کښيناستل او بيا ئ دا پريکړه او کړه څې پۀ اذاد ﻻازار کښې به کروم خرڅوى نن ډير خلګ لګيا دى د کروم پۀ پۀ کانونو کښې مزدورى هم کوى. او ځنى پکښې د کروړهاؤ مالکان سول او د چا پکښې چوټئ خرڅې شوې. او کولنګان ي پکښې نيلام سول . دلته بيخى ډيرى ستو نځى هم دى او سته .نو ځکه ما ديو مخور قبائلى مشر ښاغلى شاجهان کاکړ سره مرکه او کړه څې د ملى تړون مجلهى ته ئ ډالۍ کؤوم . پوښتنه : شا جهان کاکړ صيب لۀ ډيرى مودى څخه تاسى دمزدورانو او دکروم د درانيولو او خرڅولاؤ پۀ حقله زيار باسئ کۀ ئ را پۀ ګوته کړئ ؟ ځواب : واقعاً څې دهر عمل يو رد عملهم وى . دهر يوۀ کار بيل کښې ځنى مشکلات او مالى ستونځي هم وى . مخکښې دا سى وو څې دلته به ځائ ټهيکدارانو پۀ نۀ بيعه لۀ خلګو کروم اخيستل . او بيا به ئ پۀ کرا چۍ کښې پۀ لوړه بيعه خرڅول کله به ئ دا بهانى هم ورته کولى چې ستاسى د کروم معيار بيخى ټيټ وو ځکه پۀ کمه بيعه خرڅ سوئ هغه مزدوران خواران به ډير زړۀ نا زړۀ وو څې څه اوکړى دد وئ تر کراچۍ پورى لاس نۀ رسيدئ ـ بله بيا دا څې د کروم بيعه نۀ وه معلمه . مونږ هلته د نورو ملګرو پۀ مرسته او د پختونخوا ملى عوامى ګوند پۀ هلو ځلو او بالخصوص دسردار محمد اصف خان سرګړى پۀ کومک سره د کروم د ټن خپله بيعه و ټاکل سوه ـ مڅکښې به کروم څو مخصوصو ټهيکدارانو اخستلائ سوائ . دا بنديز هم لرى کړل سو ئ. اوس هر څوک کولائ سى څې د کان لۀ مالکانو څه کروم واخلى او بيا ئ پر هر چا څې پلورى ـ خو در غلى به پکښې نۀ وى ز دچا حق به څوک تر پښو نۀ لاندى کوى ـ پوښتنه: کروم ديوۀ صنعت شکل اختيار کړے دے بائد دى ته د ودى ورکولو لپاره څه او وائي ؟ شاه جهان کاکړ : دلته څې کوم بارود کارول کيږى بائد هغه د سر کار لۀ خوا مالکانو ته پۀ ارزان بيعه ور کړل سى ـ او دکان مالکانو ته دى د دملکيت سندونه ورکول سى .او د کروم د کانونو نه دى تر منډئ پورى پا ښۀ سړ کان جوړ کړل سى ـ تير مقامى حکومت دلته هم پۀ دغه غرض لۀ مسلم باغ څه تر چينجن پورى سړک جوړ کړے دے څې د خلګو او دکروم را وړلو لاريو مالکانو لپاره د اسانتيا سوب سوئ .لاکن بيرته د نۀ پاملرنى لۀ کبله ورځ پۀ ورځ د خرابيدو او ورانيدو خواته روان دے ـ حکومت دى پۀ پۀ دغه سړک د سړم ساتنى لپاره سرکارى نوکران وګمارى . او هغوئ ته دى تنخواوى مقرر سى. بله بيا دا څې وهر يوۀ کان ته دى لکه پۀ پنجاب کښې لۀ پټى څه تر منډئ پورى پاخۀ سړکان جوړ ول کيږى دلته دى هم لۀ هره يوۀ کان څۀ پاخۀ سړکان جوړ کړل سى ـ پوښتنه : د ځائ خلګو پۀ حقله ستا سى څۀ احساسات دى ؟ شا جهان کاکړ : دد غى ښتمنى سيمى خلګ لۀ هر ډوله اسانتياؤ څۀ بى برخى دى ـ د روغتيا ، تعليم ، او بۀ خور اسانتيا وى بيخى نۀ سته ـ پۀ سره سلواټۀ نومى د هسپتال مانڼۍ خړ جوړه کړل سوى ده . لاکن د سرکار لۀ خوا تر اوسه پکښې ډاکټران او نوره عمله نۀ ده ګمارل سوى . بئد سرکار ډاکټران او نوره عمله پکښې وګمارى . بله بيا دا څې د تعليم لۀ و خوا ته بيخى پاملرنه نۀ ده سوى ـ لومړئ ښونځئ نسته که چيرى سته هم د هغو معلمان پۀ کورو تنخوا وىاخلى . او هغه بند او تړل سوے دے . بله بيا دا څې خلګ اوس هم د څاهو او چينو اوبۀ لۀ پسو ، خرو او سپيو سره يو ځائ څښى ـ بائد حکومتى اورګان نونه د ځائ خلګو لپاره د اوبو د څښلو خصوصى بندو بست او انتظامات اوکړى ـ پوښتنه : د کروم دکراچۍ وړلو پۀ حقله ستا څۀ خيال دے ؟ شاجهان کاکړ : کوم کروم څې د صفا کولو لپاره کراچۍ ته وړل کيږۍ بائد هغه پلانټ دلته جوړ کړل سى ـ يو خوبه د خلګو تسلىکيږى څې ددوئ کروم دکوم معيار دى ـ اوبل به ډير خلګ مزدورى هم پکښې کوى ـ دا څنګه کيدالائ سى څې ګنے دى پۀ پنجاب کښې کرل کيږى او کار خانه دى پۀ مسلم باغ کښې جوړه سى ـ پر دغه خرڅ هم ډير راځى ـ بائد هم دغسى د کروم کارخانه پۀ مسلم باغ کښې جوړه کړل سى ـ خلګ به دخام مال د وړلو څه هم خلاص سىـ