غـــــــــــــــــــــــــزل

عبدالسلام سلام

دخپل احساس دخپل ادراک په اندازه روان يم
ورک شوے نۀ يم  دمنزل  په   اراده    روان يم

دبوږنونکي تنهائۍ نه چې و  نـــــۀ    ويريږې
په  هر  قدم  درسره  زۀ  لکه  سايه   روان يم

چې خپل تقدير په  آذري ګوتو پخپله جوړ کړو
د حرم  خوا ته  جوړه  وومه
ميکده  روان  يم

ستا دوهمونو وسوسو  قيصى  هم تا ته پاتې
ماته  د  فتحې يقين  شته ځکه  ډاډه روان يم

په هره ژبه چې خورى شې ترا نې د ژوندون
ځکه  تل  وايمه  د مينې ترانه  روان   يم