Image result for ‫تنهايي‬‎
غزل 
څه بې کسي ، څه بې وسي څه مجبوري زندګي 
دا زندګي که داسې وي ، نو بیا دې وي زندګي 
که بې له تا وي نو دا ژوند په دومره غم نه ارزي 
که بې له تا وي بیا خو نه غواړم بیخي زندګي 
ته چې روان شې ، نو روان درسره ژوند شي زما 
ته چې راځې ، نو درسره خواته ، راځي زندګي 
زما باور وو چې یو څوک به اخیر غږ اوچت کړي 
زما باور وو چې یو څوک خو به راوړي زندګي
زندګي څه ده ،زندګي ستا محبت کې غواړم 
دا زندګي بې له تا نه ده ، زندګي ، زندګي 
هغه خو ته وې چې له غمه یې بې غمه شولې 
خو اندیښمن دې ، لا هم غم سره پالي زندګي