څه په مړو اوښکو د مړو هیـــلو جنــــازې کــــــومه
دا څو شپې وشوې چې له خپل درد سره شپـې کومه
زمــــــا ارمان لکــــــه یتیــــم او یخ وهــلــی ماشوم
زه لــــــه تبــــــجنو اســـــویلو ورتــه جامــې کومه
مدهوش چـــې نه شمه،په هوش کې رانه نه هیریږې
دا چــــې نشې کـــــــوم ګـــــرانو ،ځکــه نشې کومه
اوس هم د شپــې ناست یم ســهاره پـــــورې تا یادوم
خو اوس دوعــــا نکړمه اوس درتـــــــه ښیرې کومه
په دې پوهیږم، ته مــــې نه غـــواړې ، خو زه لیونی
درپســــې هســـې زړګـــــی خورمه، وسوسې کومه
دا ځـــــلې زه هــــم اندیښمنــــه یوه ســـــړی هیروم
دا ځـــــــــــلې زه هــــــم یو عــــــادت د زمانې کومه