غزل
نـــه هغــــسې لـمبــــه واخــــلې نــــه دغســــې ايـــــرې شې
چــې څنــــګه درپسـې يــــمه همــــــــداســـــې راپـــسې شې
احساس بـــه درتـــه وشـــي چــې په مـــا دې څــه تيـر كړي
چې اور واخـــلي ،لـــمبې واخلې ، لمـــبې واخــلي لمبې شې
همـــدغې زمـــانې رانــــه پـــه تــــورو غــــرو پـــناه كــړې
په تــــورو غـــــرو پنــــاه چيــــرتــه لــه دغــې زمـانې شـې
همــــداسې لــــــكه زه چــــې دې بيلـــتونه بــې اسرې كـــړم
همــــداسې لـــــكه زه بيلـــــتونه ـــته هــم بـــې اســـرې شې
اوس هـــــم پـــه تصـــور كې مازديــــــګر د سيـــند په غاړه
ته غـــــلې خـــواتـــه راشـــې او تــه غــــلې رانيـــږدې شې
دا څــــو وعــــدې دې وخــــوړې او رانغـــــلې بـــې لفـــظه
ما نـــه كـــوو ګـــــمان چـــې تـــه بـه دومره بې وعـدې شې
ساقـــي د تنــــدې قــــــدر بـــه در زده شــــي هغـــــه وخت
چې تـــه هــم انديښمن غـــونــدې محـــتاج د يـوې پيالې شې