غزل 

اوس مـــې په زړه تـــيروم هر څــه او پــه زړه يــې ســـاتـم

ياد تــــه دې نـاست يـــم چــې راويښ نه شــي ويـده يې ساتم

تـه څـومره رانــه لــرې يـې خـــو دوي مـــې دلتــه ســوزي

دا تــصويـــرونه دې نـــور نــه غــواړمـــه ، نـــه يــې ساتم

زه د يـــو داســـې ځــــواني مـــرګه مـــين ګـــونــــډه يمــــه

چــــې په نـــامــه يـــې ژونــد كومـــه او واړه يـــــې ســاتـم

ستا سره كـــــړې دا وعــــده مې چـــې ســتا نــوم نــه اخـلم

په زنــــكدن يــــې مــــاتـــوم ، پـــه ژونــدانـــه يـې ســاتـــم

هغـــې چــې هــير كړمـــه نــو هــير يــې كـړمه څه وكړمه

هغــــې به نه ســـاته زمـــا خيـــال خـير دي خـو زه يې كوم

راكــــــړي درد بـــــه دې د زړه پــــه ويـــنو تــــل پالـــــمه

دا مـــيلمـــانه بــه خـــفه نـــه كـــــړم ميــــــلمــانه يې ساتــم

توبـــه پـــه وكــــړم انديښــــمن چـــې نور يـــې نـــه يــادوم

خـــــو دې توبـــې بـــاندې بـــاور مكــــــړه چــې يــې ساتم