غزل
زړه ته مــې هسې ورکــــــــــومه تســـلي ، نـــــــــه کيـــږي
له هر څه کيــږي خو لـه تــــــــا نه مې بيــــخي نه کيــــږي
بغيـــر لــه تــــا ســاه اخيـــستل راته د زهرو ګــوټ شي
بغيــــــر لــــه تا رانه جـــانـــانــه زنــــدګی نـــه کيـــــــــــږي
لـــــه دغو خلــــکو مـــــې ملــــګرو زړه پـه دې خفــه دی
لـــه دغـــو خلــــکو بـــې مطـــــلبه اشنايــــــي نه کيـــــږي
لـــــکه د نن ســــبا يــــاران ســـــړی پـــه لار کې پريـږدي
ژوند هم همداسې دی له ژوند سره خپلوي نه کيـــږي
ستا د لاس نښه دا دســــمال چې بنـــــــجاره تـه ورکړم
ته تريــنه وپوښته چې بيـــاهم پرې بنګړي نه کيـــږي ؟
دا نو ستا مـــنه ده چې زما زړه کې يــې ځای کړی دی
کـــــنه نــــو داسې کـــــنډوالــــو کې ابــــادي نه کيـــږي
څومــــره اســـــان يـــې انديښــــمنه راتــه وويــل چــــې
نوره مې هيــره کړه نور زما او ستا يـاري نـــه کيــــږي