له يــوه درد څــخه تر بله درده ځــــي زنــدګي

نور به د څومره حـادثو زيــري راوړي زندګي

څومره ارزانه مو د كركې په بـــــلا وخــــوړه

څومره اسانه رانه هره شــيبه مـــــري زنـدګي

ډيره موده شوه بې جزبې ده خــــندا نـه راكوي

ډيره موده كيږي چـــې نه مـــې ژړوي زندګي

زندګي هغه زنـدګي ده چې په خوا كې وي ستا

بغير له تـــا نـــه راتـــه نه ده زنــدګي زنــدګي

دوعا كوه له غــــرو پنـــاه يـاره تر تا به درځم

كه چرې وكــــاندې لـــه ما ســره ياري زندګي

پوره كيدل چې يې جانانه بې نعبــيره خوب دى

انديښمن داســې يو ارمـــان تـه تـيروي زنـدګي