خداى دې نه کړي چې دې هير کړم

هير مې نه يې خداى دې نکړي چې دې هيــــــــــــر کـړم

ځـــان دې هير شــي زمــــا کــــه تـــــه راځينې هــير يــــې

تــــه زمـــــا د ژونــــدانـــــــــه لــــه سپيـــــــــره تـــــــاره

د پروتـــــې په شــــــــــــان ښــــکلـــى را چـــــاپــيــــر يې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

هير مې نه يې خداى دې نکړي چې دې هيــــر کـړم

هيـــر مـــــې نـــــــــه يې هـــــــر يـــــودم زمـــــا ياديـږې

د ايمــــان په شــــان مې زړه کــــې رازرغــــــون يـــې

لکه اوښـــکه مــــې په ستــــرګــو کـــــې اوسيــــږې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

هير مې نه يې خداى دې نکړي چــې دې هيــــــر کړم

لکـــه وينــــه مـــې پـه ټول وجـــود کـــې خـــــور يې

ته يې زمـــا په هره ســــــاه کــــې شـــامل شـــــــوى

تــــه خـــو زمــا د خامـــوشـــيو ښــکــــلى شــور يې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

هير مې نه يې خداى دې نکړي چې دې هـيــــــر کړم

داســــې ولـــې انګـــيرې چــې زمـــا به هــير شــــې

تـــه خـــو زمـــا د ژونــدانه ښـــکـــلى ســــــبا يــــــې

پرون نــــه يـــې چـــې د وخت پـه شانې تـــير شـــې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

څـــه چــــــــې ته زمــــــا بې روخـــي ګڼــــې جــانـانـه

بــــــې روخـــي نــــــــه دردونــکــــې مجـــبـــوري ده

هـــــر قــــــــدم مـــې دې حـــــالاتـــــو ټکــــنى کــــــړو

کــــــش مکــــــش کــې مـــې راګــيـــــره زنـــدګي ده

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

ته حســــــــــــينه د وريښمـــــــــينـو د ښـــار ښـــکلې

په دې خــــــــپل ژوندون ازغــن مـې مي پيرزو نـه يې

ته له مينـــــې جــــوړه ښـــکلــې شــــــان نانـــــــځکه

بـــس د کــــرکــــو په وطــــن مـــې پيـــــرزو نــه يې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

پـــــه خوبونو مــــې ويــــــريــږم چــــې مــات نــه شي

ګـــــله ځــــکه لــــــــه حــــالاتو ســــوګند غـــــــــواړم

چــــــــې مـــــــې ته يــــــې زنــدګــــۍ لــــــره راغـــلې

د مــــــرګې پــــــــــه خــــوله کې اوســم خو ژوند غواړم

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

زه پـــه خـــــپل ژونــد بـــې بـــــاوره يـــــــم جــــانـانه

خــــــداى دې نه کـــړي يــادول دې را تــــه ګران شـي

هســـې نـــه چـــې مـــې دا تــورې څــــــپې وخــــوري

هســـــې نـــه چــې خـــپلول دې را تـــه ګـران شـــــي