غزل

درد دى وژلـــى خـــو له درده ســـره ميــــنه كوي .
زړه مې تا غــــــواړي بې له تا نه تـــسلي نه كوي .

تــر خـــــپلې وسې دې په درد پالې په غم دې پالې
رحم په هيــــچا دا ظـــــالمـــه زندګـــــي نه كوي .

لكــــه د ريـــګو دې له مـــوټې نه تويږې درومې
وخت د هيچا نه دى وخت چا سره خپلوي نه كوي

د شـــونډو جـــــام به ثمره له معــــشوقانو غواړي
هسې عبث خو څوك په مينه كې خوارې نه كوي

نور به له هر څه زړګى صبر انديښمن كړي ياره
خو له تا زړه صبرول ګران دي دا بيخي نه كوي .

 انديښمن ځاځى