ښه سیاست


مار ژبه په خوله کې وکړوله په شپېلکي یې وویل : ډیر دښمنان لرم که پیشو راپېښه شوه یا دهواباز نور نوبیا زما ژوند نشته زه هم تورې خاورې نه یم په هر چا چې مې ورمخه شې ټک ترې پورته کړم ژریې دمرګ خولې ته برابر کړم که ژوندی پاته شو داسې ژوندی نه وې چې له ژونده خوند واخلي زه ښه سیاست داګڼم که ته له بله ویریږې بل هم باید له تا وویریږي

 .
مېږی وغزید دنرۍ ملاټکان یې وایستل په تنکۍ ژبه یې وویل :زه یو غریبکاریم سهار په خپلو کاروپسې ځم ماښام کورته له غلې دانې سره راځم که چا ترپښو لاندي کړم هم مخه یې نشم نیوای ماته ښه سیاست داښکاري چې په عاجزۍ ژوند وکړو بل ازارنه کړو که موږ ازاره وي صبر وکړو

 .
زمری وغړومبید سریې له څپړو راپورته کړ په ګرږلي غږ یی وویل :که څوک مخي ته درته ودرید په خوله کې یې پنجې وربندې کړه ترغوږو یې خوله ورڅیري کړه څوک چی دبل لاس نه شی نیوای دانو څه ژوند ده ښه سیاست ښه زور ګڼم .
لیوه وویل : نور نه پوهیږم له زوروره ځان ساتو په کمزوري که ورپیښ شو دیووپر ځای یې لس وژنو

 .
کارغه کاغ ،کاغ وکړو : سر یې وښوراو 
موږپه ماشومتوب کی خپلو بچیانو ته وایو که چا لاس ځمکې ته ټیټ کړیا یې لاس تر شانیولی غلی درته راروان و الوزئ نور نو په حلال اومردار مه کیږئ که هر څه په مخه درتلو ځانونه مړوئ

.
ګیدو لکۍ ترځان لاندی کړه پوزه یی کش کړه ویی ویل :که په چرګ پیښه وکړم تر داسي ځای یی نیسم چې څوک راخبر نشي اوکه تازي راپسې شو لکۍ یوې خواته سر بلي خواته کوږ کړم تازي دلکۍ په خوا پسي ولاړشي زه پر بله مخه ترې یوسم زما په نظر ښه سیاست ښه چلواو ول ته وایي.


ملیکه دشاتو دمچیو له منځه راووته یوڅه وبوڼېده دګل پر پاڼه کیناسته وزرونه یې خلاص ونیول ورو،ورو یې وویل:
موږ لومړی بچیانو ته دګلانودشیرو تعلیم ورکووبیا په دروازه کې هوښیار اوتجربه کار پیره کوونکی دروو که کوم یو په غلطې دزهري بوټي شیره راوړي له دروازې یې ځوابه وي که دوهم وار غلطي تکرار کړي بیایې ماته راسپاري اوزه هم دمرګ جزا ورکوم 


موږ لومړی بچیانو ته ښه تعلیم بیاپه سیخه لار تلل له خپلې خوا په تدبیر څارل په اخیر کې ټولې نړۍ ته دسلو مرضودرمل شات ورکولوته
ښه سیاست وایو