غزل

مايـــــې د چـــم د خلـــكـــو زور ، ظلـــم پيـــغور ته يوسي
زه نه ورځم خو د يـــــار ياد مــــــــې د يار لـــــور ته يوسي

ميــــنه كــــــه اور ده خــــو له اوره مجــــــبوري سخـــته ده
دا مجبوري مې ســـــرو لمبــــو ته يوســــي اور ته يوسـي


د ستـــا نيــــغ باڼــــــه مې په زړه كـــــر د پرهـــــارونو كوي
ستا مړه كاته مې بيا دردمــــن زړګـــــى ټكــــور ته يوسي

له ژونده ســـتړيـــه انديښــــمنه ته به چــــــرته درومـــې ؟
خلك چې ستړي شي نو ستړې شپه خپل كور ته يوسي