غزل 

اوس مې ملا ماته ده د مستي ځوانې شور نـلرم

بس  د يار غمه نور نو هغه د زړه زور نــــلرم

په زړه مې مه اورۍ مدام اى د جانـــان يادونــو

زغم د دردونو د زغملو خدايـــګو نور نــــلرم .

له خـــپلو وچــو وچـــو شــونډو او سـلـګيو پرته

ذهن كــې ګلــه ســتا له مينـې بـل انـځور نــلرم

اوس د يتيم په شانې پاتې بـــې حسرې يــمه زه

ستا د زړګي لــه كوره پرته بل يو كور نــــلرم

ستا د باڼو له مرچل تــــــل يم د پرهر پـــه تمه

زه خو له تا نه ياره تـــــــــمه د ټكـــور نــــلـرم

ژوندون ځپلې انديښمن بـــه چا تــــه وژاړمـــه

د مرګ بلا بې موره كړى يمه مور نـــــــــلرم .