غزل
ستړی اسویلی یم د سلګو سره ګډیږمه
ښځه یمه مور یم اندیښنو سره ګډیږمه
رمز کې د خلقت مې د ایمان نښې نغښتي دي
خاوره خو څه نه یم چې ایرو سره ګډیږمه
رنګ یم د سندرې د غزل خوږ ترنم یمه
ستا د دیوان شعر یم ستا ټپو سره ګډیږمه
پټه یم سپرغو کې د سکرو د درد تڼاکه یم
لار کې دې تقدیره سرو لمبو سره ګډیږمه
پایله یم د اوښکو ورکو لارو کې روانه یم
کړم يې بدرګه دژوند شيبو سره ګډیږمه