غزل

د درد په ګـــــوتو مــــــې پــــــه زړه کــــې پــــرهــــــــــــر وخنــــدوي

چې مـــې جـــانــــان لــــه ډيــــــــــــــره کبـــــره نظــــر وخـــــــــندوي

ايــــمان ميـــــن شـــــــوى زمــــــــــا پــــــــــــــــه پيغمــــــبره ښـکـــلا

ځکـــه د ستــــرګــــو سيپـــارې پــــه پـــــر،  پـــــــــر وخنـــــــــــدوي

د اوربل شوپو کې يې سپين مـــــخ ښـــکلى جــــلوې داســــــــې کړي

لکـــه سپيـــــــده د شـــــپې زړه پــــرې کـــړي سحــــــــــر وخندوي

د زړه کعبـــــــه د بت پرستــــو حکـــومت لانـــــــــــــــــــــــــدې کړه

خــــــداى (ج) خــــو دې زرپکـــــــښې ابن اذر وخنــــــــــــــــــــدوي

پريږدئ ظالم جـــــــانان په دې بــــــه يــــــې زړګـــــــــــــى يخ کيږي

چې مـــــې د زړه پــــه پرهـــــــارو کـــــې خنــــــــــجر وخنــــــــدوي

ديــــــوانو وړې د خنـــــداښـــــــاپيــــــــــرۍ څوک لــــــــــــــــرو نور

چې مــــو د کلي چـــــــنارمست کـــــــــړي ګودر وخــــــــــــــندوي

شمعـــــې د اوښـــــــــــکو بلــــــــــــــومه د دوعـــــــــــــــا په زيارت

که خــــــــــداى مې رحم پر مــــــــــــــا وکړي دلـــــبروخــــــــــندوي

دچـــــــــا دعشـــــــق امام مــــــــــې راشي د زړګــي د جومات ته

د عشـــــق په ښکــــــلو ايـــــــــاتو مـــــــــې ممبـــــــــر وخنـــــدوي

تودې  توبـــــــــــې د انديښمـــــن په شونډو لـــــــــولپـــــــــه شي

ښکلى ســــــــــــــاقي چې ډک د ميــــــــــو ســـــــــــاغر وخنـدوي


http://aryoub.bloguna.tolafghan.com/assets/photos/788/4722/original/%D8%AF_%D9%BE%D9%88%DA%9A%D8%AA%DB%8D_%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8D_%D9%85%D8%AE_%D9%A1.jpg

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى