غزل
زړه تــــه مې هســـې وركـــــومه تـــسلي نه كـــيږي
لـه هر څــه كيــږي خــو له تـا نه مې بيخي نه كيږي
بغـير له تا ساه اخيستـل راته د زهـــرو ګـــــوټ شي
بغيــــر له تــــا رانه جانــــانه زنــــدګــــــي نه كيږي
لــــه دغو خــــــلكو مې ملــګرو زړه په دې خفه دي
له دغو خلـــكو بـــې مطــــلبه اشــــنايي نـــه كــيږي
لــكه د نن ســبا ياران ســـړي پــه لار كـــې پريږدې
ژوند هم همداسې دى له ژوند سره خپــوي نـه كيږي
ستــا د لاس نښه دا دســمال چې بنــچاره تـه وركړم
ته ترينه وپوښـته چې بيا هـم پرې بنـګړي نه كيږي ؟
دا نو ستئا مينه وه چئې زړه كئې يئې ځاي كـړي دي
كنـــــه نو داسې كنــــډوالو كــــې آبـــــادي نه كيږي
څومـــره اســـان يـــې انديښـــــــمنه راته وويل چې
نوره مې هيره كړه نور زما او سـتا ياري نه كيږی