دافسوس ځای


چې پيران مودپردي پيرمريدان شول
ملايان مودپردي چڼي ،چڼيان شول

اوس به څوک له چانه،چاته ګيله وکړي؟
چې موخپل مشران،دبل چانوکران شول

خدايه!څه بدبخت ملت،مونږافغانان يو
چي پردي راغلل،په زور زمونږمشران شول

دافسوس،افسوس ځای دلته دی قيامه
چې مونورراجوړول،رانه خپل وران شول

الحاج الهام الدين قيام