لامبوزن
زما دتیاره ژوند په تیاره خونه کې
ته وې ځلانده کرښه
چې مې د سترګو په نمکین سیلاب کې و ځلیدې
ما د لیمو قدم په پام ایښوده
چې به په رپ کې چیرته ته رانه د اوښکو
په سیلاب کې ډوب شې
په دې خبره نه وم
ته لامبوزن یې دعدم په غیږ ډنډونو کې
مرجان لټوې
ته د دې سرو مرجانو لټه کې زما داوښکو
په دا سپیرو ، سپیرو څپو کې رانه ورک پاتې شوې
زه یم اوس ناسته ستا د ویر په څپو
کې ستا دشتون بله سها لټوم
زه ستا رڼا لټوم
زه ستا رڼا لټوم