غزل

نن چې مې غړپ د ستا د سرو شونډو له جام اخيستى

د خپل ژوندون د ښکلا لور ته مې يو ګام اخيستى

د خپل زړګې په ديواله به يې زوړند ساتمه

د اور له غيږ نه مې تصوير د ګل اندام اخيستى

اف چې دا ستا غرورو مې څنکه غرور مات کړو راته

ستا په خاطر مې د رقيب نه هم سلام اخيستى

ما ويل دا زړه به ددې چم په ټولو ښکلو ويشم

خو هغه ګل جانان په يو نظر تمام اخيستى

د بوسو خرپ کې مې ورماته کړه نشه د غرور

د يوه ښکلي نه مې ښکلى انتقام اخيستى

د پرهر څړيکه مې سندره شي په ژبه راشي

د چا د مينې نه مې دا رنګه الهام اخيستى

نوم مې ملګرو انديښمن نه دى خو پوه يم په دې

چې دا مې هم چيرې کوم ښکلي نه انعام اخيستى

 

http://aryoub.bloguna.tolafghan.com/assets/photos/788/4722/original/%D8%AF_%D9%BE%D9%88%DA%9A%D8%AA%DB%8D_%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8D_%D9%85%D8%AE_%D9%A1.jpg

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى