اوښکې ، اوښکې
شپه مې کړه تیره تر سبا په چغو
د سبا دم کې مې کړکۍ ته پام شو
چې سپینه واوره یې د مخ په اننګو خوره ده
زه عادتي د سپینې واورې په لیدو باندې خوشاله شومه
یو څو څپرکي مې په ګوتوکړې د واورو جګې
ما ویل چې اوس به مې تاوده اسویلي 
کړمه ساړه په سپینې واورې چیرته
ما څو څپرکي کړه د واورې خوله ته
لا مې د واورو څپار په ګوتو پروت وو
چې مې د موټي خونه
په اوښکو ډکه شوله
له دغې ویرې چې به زما دټټر سره لمبه کې
سړه،سړه واوره لمبه وکرځي
واوره مې موټي کې شوه
اوښکې ،اوښکې