زما اوښکې سندرمارې
چوپه خوله یې زما اوښکې 
فریادونه درکې نغاړي
سلګۍ ډوبې دي په تاکې 
اسویلی درسره خاندي
ډکو لپو نه دوړانګو ته د نور په څیر بهیږې
پرښتو سترګو ته بورې د بلال د رنګ نما یې
ته هنداره د غمیو تل په ګوتو کې ځلیږې
ته دشپو بله ډیوه یې د لمبو ښکلې ادا یې
چوپه خوله یې زما اوښکې
مسته حوره د جنت یې ،د ایمان د مخ ښکلا یې
د کعبې د مخ حجاب کې ته‌ذ ‌‌رینه لا اله یې
ته جانان د محبت یې د قران پاک هدایت یې
لاهوتي نغمو دې جار شم
زما اوښکې سندرمارې
چوبه خوله یې زما اوښکې
فریادونه درکې نغاړي
سلګۍ ډوبې دي په تا کې 
اسویلي درسره خاندي
چوبه خوله یې زما اوښکې


رپ