
غزل
نن مې بیا خوره دغم رڼا په تورتمونو شوه
مړه مې تلوسې ته په ژړا په تورتمونو شوه
ګورمه ایسار مې د لیمو په قید د اوښکو پل
نن رانه روانه په ادا په تورتمونو شوه
بیا راته د بخت طالب دغم سیپاره وسپړه
ورکه ښاپیرۍ مې د ثنا په تورتمونو شوه
جوړه مې پلمه راته د اوښکې زولنه شوله
لاړه نارواو کې روا په تورتمونو شوه
غچ ته یې د درد چغه یوازې په سلګو شوله
پټه رحیمه پرې د وفا په تورتمونو شوه

02.10.2012
- اندیښمن ځاځی
پاکیزه ارزو
د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیرد یوویشتمې غونډې رپوټ
میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر پرون شنبه د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې په ۸ نیټه د ښوونې او روزنې وزارت په تالار کې غونډه وکړه. د غونډې مشره ساهره شریف، ویانده یې حوره سپیڅلې او د نیمروز ولایت د میرمن بهیر مشره آغلې شاه ګله ګلزاده اوآغلې سپرغۍ بصیر د غونډې میلمنې وې.
غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه پيل شوه او د تل په څیر یې درې برخې...
24.11.2012
- اندیښمن ځاځی
دا هغه مینه نه ده دې ته زه څه ووایم ما ویل مینه به وي چې مې د خوږ زړګي په رګ کې ښوري ما ویل مینه به وي چې مې د زړه لیمو ته لکه رانجه پورې ده ما ویل مینه به وي چې یې تل ذکر د زړګي په غوڅه ژبه کوم ما ویل مین...