پاکیزه ارزو

د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیرد یوویشتمې غونډې رپوټ

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر پرون شنبه د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې په ۸ نیټه  د ښوونې او روزنې وزارت په تالار کې غونډه وکړه. د غونډې مشره ساهره شریف، ویانده یې حوره سپیڅلې او د نیمروز ولایت د میرمن بهیر مشره آغلې شاه ګله ګلزاده اوآغلې سپرغۍ بصیر د غونډې میلمنې وې.

غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه پيل شوه او د تل په څیر یې درې برخې لرلې چې په سر کې یې د کاري مسائلو په لړ کې د میرمن بهیر د اړوندو کمیټو د فعالیتونو په اړه خبرې وشوې د کمیټو د کارونو او دندو لایحه د میرمن بهیر پر غړو وویشل شوه،  وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې د کمیټو کارونه ارزیابي شي همداراز دا هم وویل شول چې په راتلونکې غونډه کې به د میرمنو لپاره لازم وظایف ورکړل شي تر څو چارې لا ښې پر مخ لاړې شي.

د تشکیلاتي مسایلو په لړ کې داچې د میرمن بهیر د اړیکو پخوانۍ مسووله میرمن ګلالۍ عمرخیله په یوه اوږده سفر تللې نوآغلې حوره سپیڅلې د رایو په اتفاق د بهیر د اړیکو د کمیټې د مسوولې په توګه وټاکل شوه.  دغه راز میرمن ساهره شریف او شکریه جلالزۍ د افغان کلتوري جرګې د دارالانشا د غړیتوب لپاره د میرمن بهیر د استازو په توګه معرفي شوې چې په هغو غونډو کې په منظم ډول ګډون وکړي.

د غونډې په دوهمه برخه کې د پیغلې خاطرې باریکزۍ په شعر کره کتنه وشوه. د خاطرې د نعت په اړه خویندو خپل نظرونه وړاندې کړل.

د غونډې په دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې په لړ کې یې میرمنو هرې یوې شاه ګل ګلزاده، ګل مینې یوسفزۍ، خاطرې باریکزۍ، شریفه یوسفزۍ، مدهونا حیدري، زمزمې نیازۍ، هیلۍ احدي، مینه منګل، لیمې نیازۍ، آرزو کبیري، سمیرا، نظیفې نیازۍ،لیلما احمدي، مینا نظري، شفیقې خپلواک ، مرضیه امین، شکریې جلالزۍاو نعیمې شعرونه ولوستل.

په غونډه کې د (تربیت) مجله دمیرمن بهیر پر غړو وویشل شوه د مجلې مطالب د ټولو دپام وړ وګرځیدل او ددغې مجلې مسوول مدیرې آغلې مینا زماني د کار او فعالیت ستاینه یې وکړه وپتییل شوه د بهیر هغه غړې چې ماشومانو ته لیکنې کوي دغې مجلې ته خپل مطالب واستوي.

 غونډه د ورځې په څلورو بجو پای ته ورسیده. د یادولو وړ ده چې میرمن بهیر هره شنبه د غرمې یوه بجه د ښوونې او روزنې په تالار کې غونډه کوي.