د افغان وطن تجزیه ده نا ممکنه 


بیا دې څه د خرمستۍ شراب څښلې؟
چې په سر کې دې مردار خیالونه ګرځي
بیاد کوم کم عقلتوب طوفان رالوتی؟
چې له تا یې انساني خویونه هیر کړل
نه نه ته خو له ادمه تر دې دمه
انسانیت نه لرې لرې پاتې شوې

 

ته پوهیږې لیونیه!
چې ددې وطن په خاوره کې یو داسې یاغیتوب دی
که راویښ شو؟
که یوه ناره یې وکړه؟
ټول جهان به له هیبته ولړزیږي
بیا به تا نه ستا خپل ښار په منډه تښتي
بیا به ته له خپله ښاره وې په منډه
نو واوره واوره لیونیه!

 

 

د افغان وطن تجزیه ده نا ممکنه 

ځکه ده خاروره دننګ له وینو جوړه
د ننګ وینه که زر ځله وژل کیږي
خو زر ځله بیرته بیرته ژوندۍ کیږي
نو هغه خاوره چې مرګ نه شي وژلی
بیلول خو یې 
په هیڅ صورت کې نشته 


نو 
لیونیه !
کرار کینه 
خپل مردار فکرونه وساته په سر
چیرې وخت به دې په خپل کور کې پکارشي.


سیدجیلاني جلان
۲۱وږی ۱۳۹۱
یادونه! بخښنه غواړم چې دا شعر رانه شعار شوي د شعر په شعریت پسې یې ونه ګرځيدم .