ښه ده ډيره ښه ده چې زما په شانې وران نه يې

درد نه يې فرياد نه يې ريښې ريښې ګريوان نه يې

خير كه زما ژوند د يو همدم په ارمان تير شو خو

خوښ شومه په دې چې ياره ته خو بې جانان نه يې

 ګران دې راته ياره زنكدن شي كه دروغ وايم

ولې داسې سوچ كوې اشنا چې راته ګران نه يې

ما ته به له دې نه ياره بله خوشحالي څه وي

دا چې د پريشان اوربل په شانې ته پريشان نه يې

ښه ده چې  د ژوند په لار دې وموندو منزل اشنا

زما په شان په وركو لارو ورك او سرګردان نه يې

شې دې هر ارمان د انديښمن په لمبو لولپه

ته كې يې د ژوند په ارمانو كې خوږ ارمان نه يې