
ګرمي خو شته ده ټوله ځي په يوه خوا سيورې ته
مګر روان لکه ړانده دي د بلا سيورې ته
راشه زما د ژوند پر پاڼه باندې وليکه دا
چې زه به ځمه تل دا ستا او ته زما سيورې ته
وايې د دغه نور ړنا مو صورت ونه سېځي
راځي نازک خلګ غونډېږي د ړنا سيورې ته
خدايه د زړونو ماتوونکي دا دي بيا پسې ځي
ته مې شيرين جانان را وساتې دا ستا سيورې ته
دغه تنکى ماشوم په خپلې دې تنکۍ دنيا کې
څو شيبې پرېږدئ چې ويده وي د بابا سيورې ته
ويرېږي دا چې دغه لمر يې اوښکې وچې نه کړي
ګرانه کوچۍ ځکه ژوندون کوي په دا سيورې ته

14.08.2012
- اندیښمن ځاځی
شکر دى دا چې بې جانانه نه يم دومره بې دينه بې ايمانه نه يم
تل مې په تا پسې ژړلې ژاړم په دې ړنو اوښکو پښېمانه نه يم
پردي خيرات پسې له کوره لرې دلته راغلې پاکستانه نه يم
ستا په...
22.08.2012
- اندیښمن ځاځی
ښه ده ډيره ښه ده چې زما په شانې وران نه يې
درد نه يې فرياد نه يې ريښې ريښې ګريوان نه يې
خير كه زما ژوند د يو همدم په ارمان تير شو خو
خوښ شومه په دې چې ياره ته خو بې جانان نه يې...