د ښار هېنداره

د ښار هېنداره کې اوړي تصویرونه عجیبه عجیبه 
د شپې تصویر په لمبو زیړ د ورځې سور په وینو
او د ښار ځمکه توره سوې کنډوله کنډوله
پکې غبار د ویرې ،وهم او وحشت تاویږي
د ښار وګړي ته وا مړي له قبرو راوتي 
الوتی رنګ، سپیره مخونه
او د ډار تبه د هرچا په وجود ښخه ده
ته وا چې خدای پرې خوره کړې د قیامت ورځه ده

د ښار هېنداره کې اوړي تصویرونه عجیبه عجیبه
هلته دښار په یوه لوی واټ کې تصویر د یوې چاودنې ښکاري
د واټ په ګردو دیوالونو ښخې
ددغه ښار د انسانانو غوښې
دنرینوو، ښځینوو دمعصومو ماشومانو غوښې
هر خوا چې مخ اړوې
درد، ویر او سلګۍ وریږي
دښار محیط باندې 
د سره قتل ږلۍ وریږي



د ښار هېنداره کې اوړي تصویرونه عجیبه عجیبه 
کله نه کله پکې یو نیم تت تصویرد ژوندانه د ښکلاګانو راشي
خو هغه دومره تت وي
چې ان د زړه په سترګو هم نه ښکاري
لکه د یوې شیبې خوب راشي په شیبه کې لاړ شي

د ښار هېنداره کې اوړي تصویرونه عجیبه عجیبه
خو یو مغرور تصویر، شانداره تصویر
ددې هېندارې پر مخ ډیر د هغه چا راځي چې 
دانسانانو د سرونو په غونډۍ ولاړ دی
اوس یې هم توره لاس کې سره نیولې
د خپل وحشت دخپل بدرنګ هوس په زور
ددغه ښار دانسانانو وینه
لکه روا شراب په سر اړوي

د ښار هېنداره کې اوړي تصویرونه عجیبه عجیبه
ټول تصویرونه د غمیزو، بدمرغیو ددردنو پکې
ټول تصویرونه یو پیغام ورکوي
د ناهیلۍ په ایرو خړ پیغام د ښار لپاره

سیدجیلاني جلان
------------