غزل

زما د ژوند هره شېبه لمبه ده
دلته مې ورځ دلته مې شپه لمبه ده

زما ماشومې شونډې څه ووایي
زما معصومې خو کیسه لمبه ده

خود به مې وژني دا وحشي یرغلګر
دلته خو توره د حمزه لمبه ده

چې په یوه ټپه مې بیا ژوندی کړي
هغه ملاله او ټپه لمبه ده

وا ولسمشره په تا څه شویدي
څنګ دې پښتو څنګ دې جذبه لمبه ده

زما په مځکه د غلیم پوځونه
ستومانه زړه باندې مې سره لمبه ده

 

د جولای ۳مه ۲۰۱۲ زېږدیز
امریکا،یوټا