زړونه يې نــــشئئته کـــــوګلونه يــــې خالي پاتې دي
خــــــدايه دا خلګ لا پــــه کوم الفت ژوندي پاتې دي
دا ســـــتا راتګ او تګ جـــانانه د ګلاب په شان دى
چې چيرته تلى، کېنـــــستلى يـې ازغـــــــــي پاتې دي
اوس يې تصوير په سترګو نه ږدم اوس يې نه ښکلوم
اوس يــــــــــــــــې نه ياد نه يې خيالونه ليوني پاتې دي
د دې خورو چيــــــغو او هــــــم د بهــــــېدلو اوښــــکو
ټول حـــــسابونه بس پــــــه سر د يـــــو سړي پاتې دي
دغه رواج د دغه قوم سره تر اوســــه مـــــــــــــل دى
چې په کې ډېر پردي دوستان، دوستان پردي پاتې دي