ته مې ليدلې کلیمو رانه نفرت نه کاوه

ما له همدې وجې غزل ته رياضت نه کاوه

يو وخت و زړه مې خورېده د چا په تشو کتو

يو وخت حواسو زما هېڅ مخالفت  نه کاوه

خپله څېره مې حجابونو کې سمبال ساتله

ما بې له تا د ايينې مزاحمت نه کاوه

ته د ګلاب د عبادت له فلسفې ناخبر

تا د وجود له يوه رنګه روايت نه کاوه

که دې ويلي وای چې ماسره دې نشته مکان

نو درپسې به مې له ځان څخه هجرت نه کاوه

که به درواغ وايم محروم دې له جنته شمه

چې ته به موسکه شوې ما سوچ د بل جنت نه کاوه