دسمنــــــــدر تونده څپــــــــــه وي ځــــــواني
پېغلــــــــوټې هیلې عاطفــــه وي ځـــــــواني

که یې دچا ښــــــــکالو راویښـــــــــه نه کړي
په احســــــــاساتو کې اوده وي ځــــــــواني
...
که دحـــــــــــــالاتو لـــــه ستمـــــــــه ووځي
خدایزده چې څــومره به خواږه وي ځــــــواني

زما دغمجن زړګي پــــه وینــــــــــــــــــو پایي
تل اوښکې اوښکې وي خپـه وي ځـــــواني

تاته به خـــــــــود شمعې غـصه وي ځـــواني
چې د تـورتم غیږ کې پراتــــــه وي ځـــــواني