د لوي پکتیا ویاړ (ارواښاد اتل معراج الدین پټان)

معراج الدین پټان په ۱۳۳۳ هـجري لمریز کال کې د افغانستان د پکتیا ولایت د ډنډي پټان په ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

ده لمړنۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې د حبیبیې په عالي لېسې کې سرته ورسولې. ورو...سته تر هغه د امریکې متحده ایالتونو ته یې سفر وکړ او هلته یې لوړې زده کړې ترسره کړې.

دی په امریکې کې ؤ، چې روسي ښکېلاک ګرو زموږ هېواد افغانستان باندې تېری وکړ. ده د دې لپاره چې د وطن مور په وړاندې یې خپله ملی دنده ترسره کړې وي، د امریکې متحده ایالتونو هېواد یې د جهاد په نیت خوشې کړ. ده د جهاد په اوږدو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ملي مقدس پاڅون کې ونډه واخیستله او په دې ولایتونو کې یې د شاګردانو په روزنه لاس پورې کړ. دی هغه وخت د هېواد او خلکو په چوپړ کې ؤ، پرته له دې چې کرغېړنو اړیکو ته د غاړه اېښودلو په بیه شهرت او قدرت پسې وګرځي.

 

دی تل د خپلو خلکو او وطن د وروسته والي لپاره ځورېدو او تل یې هڅه کوله، چې خلک، په ځانګړې توګه ځوانان زده کړو ته وهڅوي. ده په خپل ابتکار د هماغه جهاد په دور کې چې تعلیم سره غلیمتوب ته د بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو لخوا لمن وهل کېدله او ښونځي او نور د زده کړو مرکزونه سوزول کېدل، د دوی په کلي کې د هلکانو ښونځي جوړ کړ، چې د ښوونکو تنخواه هم په لمړي سر کې ده د خپلې کورنۍ په مالي لګښت پرې کوله او وروسته بیا په بهر کې کلیوالو هم په دې برخه کې ونډه واخیستله.

 

وروسته بیا د طالبانو د حاکمیت په دور کې ده داسې ابتکار وکاراوه، چې د ده کلیوال چمتو شول، چې د کلي نجونې هم ښونځي ته ولېږي. ده د ښوونکو تنخواه په دې شرط زیاته کړه، چې هغوی هلکان وهڅوي، چې هغه څه یې چې زده کړي خپلو خویندو ته په کورکې ورزده کړي. د دې کار په پایله کې نجونو سم لمونځ او دیني فرایض زده کړل او د دوی په ژوند کې مثبت بدلون څرګند شو. دا مسئله د دې لامل وګرځېده، چې کلیوال د نجونو د زده کړو مثبتې اغېزې ته پام شي او دې ته چمتو شي، چې خپلې نجونې ښوونځي ته ولېږي. په پکتیا کې زموږ کلی لمړی کلی ؤ، چې د نجونو ښوونځی پکې لا د طالبانو د حاکمیت په دور کې دایر شي. وروسته بیا زموږ د کلي سره د مثبتې سیالۍ په پایله کې د ځاځیو په ټولو کلو کې د نجونو ښوونځي جوړ شول.

 

د جهاد په اوږدو کې ده په خپل شخصي لګښت د لیکوالانو، شاعرانو او نور فرهنګیانو آثار چاپول او هغوی یې خپل کورته مېلمه کول او تل یې دې ته هڅول، چې علمي، تاريخي، ادبي او هنري آثار ولېکي او یا یې وژباړي. د دې خپاره شویو لیکنو په ځینو سریزو کې له ده څخه پرته له دې چې له ده نه پوښتنه وشي مننې شوي. دی هېڅکله د خپل نوم یادولو او شهرت پلوی نه ؤ.

 

کله چې دی په خوست کې والی شو، مامورین او بازاریان په یولسو بجو کارونو او دندو ته راتلل او بیا په دوو بجو د ټوپکسالارانو د ناتارو له ډاره بېرته خپلو کورونو ته ستنېدل. جنګسالارانو په خوست کې د سوداګرو نه غوښې، ډوډې او نور مالونه په زور اخیستل، پرته له ې چې بیې یې پرې کړي. خو کله چې دی هلته والي شو، نو زورویونکي جنایتکاران یې داسې وټکول، چې څوک غریبکاریو ته مجبور شول او ځینو سیمه خوشې کړه. ده د خوست د بېوزلو ولسونو څخه ملاتړ لپاره خورا ډېرې هڅې وکړې. ده په خوست کې ښوونځي، روغتونونه او د اماراتو د دولت په مرسته یولوی پوهنتون جوړ کړ. ده په کم وخت کې د خوست د وګړو ملاتړ ترلاسه کړ. د دې ملاتړ په برکت د ده څه نږدې درې کلن ولایت په دور کې تروریستان و نه توانېدل، چې نه یوازې پرمختګ وکړي، بلکه د نږدې ټولو ولسوالیونه په شا تګ ته اړ شول. خو په پای کې جنګي جنایتکوونکو او غلو دسیسې جوړې کړې او ډلې ډلې جمهور رئیس کرزي ته له ده څخه غیبت لپاره ورغلل او دولت دی له هغې دندې نه ګوښه کړ.

 

وروسته بیا دولت دی د غزني په خطرناک او ګړکېچن ولایت کې د والي په توګه وګماره. داسې ویل کېږي، چې ځینو جنګسالارانو په ملنډو سره ویل، چې دلته به معلوم شي، چې د امنیت راوستل ناممکنه دي. خو کله چې دی دلته هم والي شو، په خلکو باندې یې د ترحم او ملګرتیا لاس راوکاږه او په ډېر کم وخت کې یې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړ. له ده وروسته چې څومره والیان هم په غزني کې وګمارل شول، نه یوازې چې و نه توانېدل چې وضعه د ده په کچه وساتي، بلکه وضعه خورا ډېره خرابه او بحراني شوه او تر نن ورځې پورې وضعه لا نوره مخ په خرابېدو ده.

 

مرګ حق دی، او هېڅ څوک له دې امره خلاصون نه لري. خو د ټولو انسانانو مرګ یو ډوله نه وي. هغه څوک چې ژوند یې د خلکو او وطن په چوپړ کې تېر شي، مرګ یې له غرنو نه هم دروند وي، او هغه څوک چې ولسونه وکړوي او وطن ته خیانت وکړي، مرګ یې د مرغانو له بڼکو څخه هم سپک وي.

دا چې معراج الدين پټان يو ستر ملي سوداګر، سياستوال، اهل طريقت او د اوسني حکومت پخوانی چارواکی ؤ په دې اړه زه نه غږېږم. بلکې په فرهنګي اړخ يې خبرې کوم ځکه چې له فرهنګيانو ګيله لرم او پرې نيوکه لرم.

 

معراج الدين پټان لا په امريکا کې محصل ؤ چې په افغانستان کمونيستي يرغل وشو او خلک له هيواده مهاجر شول. دی هم د هيواد ساتنې تر ټلو نږدې او تاوده سنګر (پېښور) ته راغی او هلته يې د وخت له بېلابېلو فرهنګيانو سره ليده کاته او د زړه خواله پيل کړه. ډېرو ته يې په خپل شخصي لګښت او د (سازمان مهاجرين افغانستان) په نامه ادارې له خوا کتابونه چاپ او د همغوی په واک کې يې ورکړل.

 

همداراز يې د اوسني حکومت په وخت کې هم ډېرو فرهنګيانو ته د دوی په اصطلاح د دوی کتابونه (د چاپ په ګاڼه سينګار) کړل. حتی د هيواد د يو سپېڅلي او نازک احساس لرونکي ليکوال (استادصميم) په نامه يې د ادبي ټولنې بنسټ کېښود او يو څه لګښت يې هم په غاړه واخيست. د خوست فرهنګي ټولنې له خوا يې په لسګونو کتابونه چاپ کړل حتی چې د مرګ تر بريده يې د سلګونو افغانانو په سلګونو کتابونه چاپ او د ګڼو فرهنګيانو فرهنګي بازو يې نيولی ؤ.

زموږ په هېواد کې له بده مرغه معیارونو بدلون موندلی، نوله دې کبله دی اتل او قهرمان نه ؤ، ولې چې نه یې جنایت کړې، نه یې انسانان وژلي او نه یې ملي ګټې تر پښو لاندې کړې دي، بلکه خلکو ته یې خذمت کړې او د وطن له ګټو څخه یې پرته له ډاره او په کلکه سره ملاتړ کړی