اوس به دنړۍ اتل ستاسي ګوټونه پالش کوي

توروېښتان، ښې غټي سترګي ، دګلاب په شان مخ ، کړه وړه یې ښه پرله برابر وو، داسي معلومېدی لکه له یوې ښې درنې کورنۍ څخه چي وي ، مګر لباس یې داوخت نه وپرله پوري . خیرن او غوړ کالي ځای پرځای پینې هم باندي معلومېدې ، لکه دبل جامې(کالي) چي یې اغوستي وي ، پرتن یې برابري هم نه ښکارېدې ، دوکاندار ورته ووویل :

ولي سبق نه وایې چي داکار کوې ، ګلزار چي په کار بوخت ووویل : ښه دی کاکا جانه وبه یې وایم . دوکاندار ورته وویل : کله به یې ووایې ؟ ګلزار وویل : چي مړ شم بیا به نو ډېر سبق ووایم : دوکاندار وویل : څنګه چي مړ شې بیا به نو ډېر سبق ووایې .

“ګلزار چي ددوکاندار یو ګوټ (بوټ) پالش کړی و اوبل پاته وپرمخ راغلي خولې یې لکه پرګل دشبنم څاڅکي دلاس په چپه خواپاکي کړې او دوکاندار ته یې وویل : زه مجرم یم ، زه باید اول ووژل شم .

دوکاندار چي یو لاس یې په سودا اخته و او فکر یې دهلک په وناولده خبروکي و او حیران و، ویې وویل : ښه هلکه ته سمه خبره وکړه ته څنګه مجرم یې او تا څه جرم کړی دی ؟

په دې کوچنیوالي کي خو زموږ کوچنیان هیڅ جرم نه شي کولای ، سها روخت ناری( ناشته ) وکړي ، شیدې ، هګۍ او څه نور شیان ورسره وخوري ، سرپه هنداره کي غوړ او برابر کړي بیا یې نو په موټر کي راواخلو او دښوونځي په دروازه کي یې کښته کړو، غرمه ناوخته یې بیا په موټر کي راولو ، ماپښین بیا بل استاذ چي موږ يې ماسټر بولو هغه ورته راځي ، انګلش او نور څه ورزده کوي ، مازدیګر بیا څوک کرکټ یا فټبال او نور څه کوي ، ښه ته ووایه : تاڅه جرم کړی دی ؟

دګلزار چي دغه وخت دخپل ولس ا و دځان ټول زحمتونه او دردونه یوپه یو مخ ته پراته وو او ددغه دوکاندار او دنوري نړۍ دولسونو ناز او نخرو دده دسترګو کاسې له اوښکو ډکي کړي وې ، داسي وویل :

زه په دې مجرم یم چي زه دافغانستان یم او افغان یم ، موږ یو نیم میلیون شهیدان ورکړل ، دوه میلیونه معیوبین ، ګوډان او ړانده شول ، پنځه میلیونه زیات او کم مهاجر او کډوال شول، وطن مو کنډواله شو .

کونډي او یتیمان مود مجبورۍ فقر ته اړشول ، څوک په نیم نس دنورو منتونه پرځان وړي ، په ګاونډي او عربو ملکو کي په نیمه مزدوري درانه کارونه کوي .

دلته هلته چي دچا خوا ورته بده شي ورته وايي : ته هم خبري کوې ته خو ماجر(مهاجر) یې . هر ځای چي څه بده پېښه (واقعه ) وشي ، هرڅوک یې وکړي ، نوښه او آسانه کار دادی چي پر افغاتن وتړل شي ، ګلزار چي په خبرو ښه موسم نیولی و، دوکاندار هم لاس ترزني ملامت غوندي ورته کتل ، څه نور خلګ هم ودې مجلس ته غوږ وو، ګلزار وویل : کاکاجانه تا واورېدل ، موږ همدغسي هرڅه په خپل وطن کي درلودل .

یوازي موږ دوې کوټۍ چي تاسي یې بنګلې بولئ ، دوه باغونه ، ښه ډېره مځکه ، درې غواوي ، شل دېرش پُسونه ، دوه ښه اسان ، دسپرتیا موټر وایم څه درته ووایم : خدای ﷻ پاک هرڅه راکړي ووداسي نو هرڅوک درواخله چي څه ناڅه شی یې درلودی ، ښه جنت غوندي وطن .... ښه باغونه ، رواني اوبه دوطن مېوې په مونورو ملکوو ته تللې ، وایم په جنت کي اوسېدو دلته خو اوبه لاپه بیه دي . ګلزار چي دمهاجر-مهاجر په نامه دنورو افغانانو په څېر ډېر تنګ شوی و ، ایله اوس یې دخپل زړه دتاوایستلو لپاره دوکاندار او څه نور کسان دخپلو خبرو تراغېز لاندي راوستي وو، دلته نژدې یوه سړي ګلزار ته اوبه ونیولې ها دا یو غوړپ اوبه وڅیښه هلکه ودي ژړولو ، ګزار اوبه پرسر پورته کړې ، بیا یې برش پرګوټ (بوټ) وګرځاوه او خپلو خبرو ته یې داسي دوام ورکړی ، تاواورېدل کاکاموږ دغه ښه ژوند ، جنت غوندي وطن ، په میلینو انسانان دخپل وطن ، ناموس او عزت لپاره قربان کړل ، که ددغه سره ښامار روس مخه موږ نه وای نیولې ستاسي به څه حال وای ، موږ په خپلو قربانیو سره دغه ښامار له دنیا څخه ورک کړي او دنړۍ نورولسونه مو هم ځیني خلاص کړل ، اورېدلي مي دي چي زموږنیکه ګانو په دې پېړۍ کي دنړۍ یو بل قوت “ انګرېزانو “ ته هم ماته ورکړې ده .

اوس نو افغانان ددې وړ دي چي سړی یې پر لاسو مچ کړي او دنړۍ اتل او قهرمان ته اتل او قهرمان ووايي او که یې خلګ په ډبرو وولي او ددغه زخمي زمري پښې نوري هم ورماتي کړې .

دادنړیوالو انصاف دی چي هغه سره ښاماران اوهغه زموږ قربانۍ یې هېري کړې ، چي لامي اوس هم پرکراره نه پرېږدي او زموږ پر سر سوداګري کوي ، دغه دلته هلته چي دخلګو بچیان او مېرمني بې غمه ګرځي داخوزموږ دمېړاني برکت دی .

ولي لا داخلګ حقیقت نه مني او موږ ته په سپکه سترګه ګوري ، په دغه وخت کي ددوکاندار او څو نورو ولاړو کسانو په سترګو کي اوښکي ډم ولاړي وې او هېڅ جواب یې نه درلودی ، ګلزار چي دواړه ګوټه پالش کړي وو او له درده یې پر دوکاندار وروغورځول ، ها واخله ، اوس به دنړۍ اتل ستاسي ګوټونه پالش کوي .

لیکوال: خيله رحمت الله رحمت دپښتو ادبی ټولنی چمن مسول