غزل : شمعه شوګیر
دژونــــد هــــــــــــــــره فـلسفـه راځینې ستړې
هم دعــــــــــــــــا او هـــم توبــه راځینې ستړې

دا یې نښــه ده،دامات بنــــــګړي چې ګورې
دانو ومنـــــه چې شپـــــــــــــه راځینې ستړې

فکر ستړی ژوندون ستړی احسـاس ستړی
زمــــونږ زړونه هم خپــــــــــــه راځینې ستړې

داخــــــورې زلفې همـداسې خـوارې ښې دي
سېنـګار ستړی هــــــــم ائینه راځینې ستړې

شمعې ټـول پېټی دغـــــــــــــــم ورپه سر کړی
غزل ستړی قافیـــــــــــــــــــــــه راځینې ستړې