د مور د ورځې په ویاړ.

 

 

 مور

د مور ورځ ده په ګلونو لمانځل کیږي

په ډالیو په رنګونو لمانځل کیږي

په خوږو خوږو غږونو لمانځل کیږي

په شاندارو محفلونو لمانځل کیږي

 

زه څه وکړمه؟ چې نه لرم مورجانه

زه یې یاد لمانځم په سپینو سپینو اوښکو

زما وجود نن د دردونو سمندر دی

لوند او خیشت دی ښه په وینو وینو اوښکو

 

زه نن ځان احساسومه په نړۍ کې

له تر ټولو یو بې وسه او بې کسه

ته وا خوله ،سترګې ،لاسونه پښې مې نشته

ناهیلي مې رابهیږي له نفسه

 

زه نن ناست یم د تودې ژړا په غیږ کې

ایینه د تیر زمان مې پرته مخ ته

پکې وینمه څیره مې د مور جانې

په زړګي خورم د دردونو لښته سخته

 

بختور دي هغه څوک چې لري میندې

ورکوي مبارکي په مینه مینه

او خوږې میندې يې هم خپل اولادونه

نازوي او ښکلوي په مینه مینه

 

نو زه هم د مور سپیڅلي لوړ مقام ته

ورکوم مبارکي د مور د ورځې

دا نړۍ څه چې جنت کې دې ژوندۍ وي

سوله مخې خپلواکي د مور د ورځې

 

 سیدجیلاني جلان