ما در ته ويل مکــړه اعتبار زړګيه ودې ليدل؟!

څنګه يې در کړلو ګذار زړګيه ودې ليـــــدل ؟!

ما در ته ويل چې ددې وخت جانــــان وفا نلري

وي تر مطلبه پورې يار زړګيه ودې لــــيدل ؟!

ما درته ويل چې د منصور رسم ته مه ګواښيږه

دلته منصور خيژي په دار زړګيــه ودې ليدل ؟!

زما دې نه منل چې ويل به مې کباب به دې کړي

د ښکلو ميـــــنه ده انګار زړګــــــيه ودې ليدل ؟!

دا ځواني مرګه ځواني هم د وخت يارانو په څير

ســـړى پريږدي په نيمه لار زړګيه ودې ليدل ؟!

 

  

 

يادګيرنه

 نوموړې غزل د    ( لاخو له خپل ځان نه پردى يمه زه)   کتاب نه اخيستل شوى دى