غزل
چې د ژوند د ستړې ستړې لار منزل سې
دا به کله وي چې دومره زما خپل شې
عجيبه دى ستا دستور د يارنې هم
کله زخم راکوې کله مې مل شې
زه سندره د وريتو شونډو پر سر شوم
ستا ښکلا دې وي نغمه ته دې غزل شې
ته خو تل وعده د مېنې د سپرلي کړې
هسې نه چې د موسم غوندې بدل شې
بيا به پوه شې چې درد څه وي پرهر څه وي
که ميشته مې د زړګي په وران کابل شې
غزل وايه غزل وايه انديښمنه
يوه ورځ به د غزل د څنې ګل شې
يادګيرنه
نوموړې غزل د ( لاخو له خپل ځان نه پردى يمه زه) کتاب نه اخيستل شوى دى