ته دوعا خو كوه 

بس يوه ورځ خو به دې يار کړم ته دوعا خو کوه

عمر به لنډ د انتظار کړم ته دوعا خو کوه

بيا به يې غچ په بوسو واخلمه له تانه ښکليه

د زړه زخمونه به مې شمار کړم ته دوعا خو کوه

صبر به کړې شيخه دا کار په بيړه کله کيږي

په سرو پيالو به دې خمار کړم ته دوعا خو کوه

بيا به څوک نه وژني نغمې له مستانه ملنګ نه

تار به د دار د رباب تار کړم ته دوعا خو کوه

لکه شډله پښتنه شــــــــډل خويــــــونه به کړې

درنه به هير خوى دبازار کړم ته دوعا خو کوه

د حيرانۍ په څـــــــــــــلور لارې به دې ودروم

چې مې لفظونه لږ هوښـيار کړم ته دوعا خو کوه

غم به دې واخلم ځکه زه غم سره ښـه اشنا يم

خپلې خوښـۍ به درنه ځار کړم ته دوعا خو کوه

پرون يې ويلې انديښمنه ياره صبر کوه

ليچې به ستا د غاړې هار کړم ته دوعا خو کوه

 

يادګيرنه

 

 نوموړې غزل د    ( لاخو له خپل ځان نه پردى يمه زه)   کتاب نه اخيستل شوى دى