لاس دې تنګ مــــــه شه چــــاته مه درېږې
ګل،ګل شې مـــــــــه ځورېږې مه خـوارېږې

کړم ټوله شپــــــــــــــــه دې پـه یادونه تیره
سحر مې خـــــوږ،خـــــوږ پـــــه زړه وورېږې

چې نــــــــوم دې یادشي زړه مې وتخنیږي
زمــــاچې نوم یادشي ته څـــــــه پوهیږې؟

پېغلې په سپینه خـــــولګۍ مــچ نه پرېږدي
رقیبــــــــه! څــــــه وایې او څـــــــه غږېږې

مئین دې وایي چې یې زړونـــــــه ورک دي
شمعې دشپې پــه دعـــــــوو نـــه رسیږې