غزل

د ځــار په بــدله مــې ځــار ځواب کــې نه راځي

بيـــا هـــم مــــې زړه لـــتانه اجـتناب کې نه راځي

 

دا ســتا شوخو بــاڼو مې په زړه جوړ کړي جانانه

زخــمونه دومره ډير دي چـې حساب کې نه راځي

 

څــه ټــکه مــې په خوار نصيب پريوتې نه پوهيږم

ســم کــار د ثــواب وکــړم خـو ثواب کې نه راځي

 

قــربان د لــه عــذابه هــسې رنــګ عذاب دې راکړ

کـــړيږم تــرې نــه ډيـر خو په عذاب کې نه راځي

 

دې دور کـــې مينـــو بانـــدې داســې ظــلم کـيږي

پــه خــداى چې په حديث او په کتاب کې نه راځي

 

ياديږي دومــره ډيرراته  چــې روغ يې ليونى کړم

بيا ولــې مې شــرين جانان په خواب کې نـه راځي

 

د زړه لــــه درده ليـــکې هـــر غزل دې انديښـــمنه

څـــه وجــه ده د هيـــچا انتـــخاب کــې نـــه راځـي

 

 

يادګيرنه

 

 نوموړې غزل د    ( لاخو له خپل ځان نه پردى يمه زه)   کتاب نه اخيستل شوى دى