غزل
زړه مې د چا د مستو سترګــــو جنګ ته تــږى ناست دى
يو نازنين بدلون يو شوخ غــــورځنګ ته تـږى ناست دى
زه پــــه زاريـــــو له ســــپرليـــــو ورتـــــــــه رنګ غــــــواړمه
زما ګلرنګ زمــــــــا د وينو رنګ ته تــــــــــږى ناســت دى
په دې اميــــــد چې يــــــــــې يو مست ربـــــابي ونـــــــازوي
يو تنده غرى د تـــــــارونو ترنګ ته تـــــــــــــږى ناست دى
يو تور اوربل ګردونو سپيـــــــن کړو د يـــــو ګــــــل په تمه
يو مات مړوند د شنو بنګړيو شرنګ ته تـــږى ناست دى
هغه د بر کلي ګـــــــــــودر ها تـــوپ خــــــــوړلـــــــــــى ګودر
دا ډير وخت کيږي د منـــګيو کړنګ تــه تــږى ناست دى
ستا انديښمن غواړي سنــــــــــدرو ســـــــره روح وګـــنډي
ځکه خو ستا د ښکـــــالو خوږ آهنګ ته تـږى نـاست دى
يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى