څو نغمې دي خــــــــــــوندورې راسره دي
لکه ستا د خــــــــــــــــولې خبرې راسره دي
کاڼى زړه بــــــــــــه دې راخپل کړم ډبرزړيه
د جـــــــــــــــادو په څير سندرې راســـــره دي
چې تر دره دې درځــــم د رقيب شتون کې
بس جـــــــذبې مــــــې زورورې راســره دي
څو غزلې دي چې ما ســــــــره پخـــــلا دي
نورې ډيــــــرې مـــــــــرورې راســــــــــره دي
د وطن په ننګ بــــه ډير سرونـــه مات کړو
د پلـــــــرونو تــــــــورې زغـــــرې راسره دي
ستا د مينې په خــــــواږه تار کې يـــې پيم
انديښمــــن يم ملغــــــلرې راســــــــــره دي
يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى
08.05.2012
- اندیښمن ځاځی
غزل
زړه مې د چا د مستو سترګــــو جنګ ته تــږى ناست دى
يو نازنين بدلون يو شوخ غــــورځنګ ته تـږى ناست دى
زه پــــه زاريـــــو له ســــپرليـــــو ورتـــــــــه رنګ غــــــواړمه
زما ګلرنګ زمــــــــا د وينو رنګ ته تــــــــــږى ناســت دى
په دې اميــــــد چې يــــــــــې يو مست ربـــــابي ونـــــــازوي
يو تنده غرى د تـــــــارونو...
08.05.2012
- اندیښمن ځاځی
نعیمه غني
د میرمن بهیر د ۱۳۹۱ کال د اوومې غونډې ریپوټ
میرمن کلتوري-ټولنیز بهیر د شنبې ورځ د غویي په شپاړسمه نیټه دکابل ښارد ښوونې او روزنې په تالارکې اونیزه غونډه وکړه.غونډه د زمزمې نیازۍ به ویندویۍ د ورځې په یوه نیمه بجه پيل شوه د غونډې مشره میرمن شاه ګل (ګلزاده)او میلمانه یې د الجزیره ټلویزیون خبریاله آغلې جنیفر او د سویس د ملي رادیو خبریاله آغلې کاراین(وینګر)وې ، د غونډې په سر کې د تل په څیر په کاري مسایلو لنډې خبرې وشوې او د میرمن بهیر د دارالانشأ له خ...