په درد کې ورک يو مونږ ملګرو له ديدار پاته يو

لکه د پښو خاپۍ په ژوند څخه په لار پاته يو

مونږ د اوږدو زلفو په خيال کې په ځان نه شو خبر

خو چې خبر شو په سولۍ پاته پا دا پاته يو

د يوه جانان ، د يوې بوسې ، د يوه اقرار په تمه

مونږ په سلګو کې پوره يو ژوند انتظار پاته يو

اوس مو حالات چې د نغمو په مرۍ تيغ تيروي

زمونږ سندرې مړې دي مونږ لکه يکه زار پاته يو

په دغه چم کې اوس د ښکلو پريماني شوې ده

يوازې مونږ يو چې بې پاره بې دلدار پاته يو

ميخانه وسوه او د سرو ميو پيالې ماتې شوې

خو مونږ د وار په تمه ناست لا خمار  پاته يو

څو سرببري ليوني دي دې کوځو کې وايي

د مينې خلک يو دې خلکو کې په شمار پاته يو

حالات مو ځکه انديښمنه د دار حکم کوي

د خداى مخلوق سره په مينه ګنهګار پاته يو

 

 

 

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى