د ختیځ نوسا تینګارا سمندري ځواکونو د ۵ ماشومان په ګډون هغه ۴۱ ویتنامي کډوال چې د یوې کشتۍ په مرسته یې په ناقانونه ډول نوي زیلنډ ته سفر کولو توقیف کړي دي.
د سمندري پولیسو لوی کمشنر «بودي سانتوسو» د وینا سره سم پولیسو یاد کډوال هغه وخت توقیف کړل کله چې د سیمې د خلکو لخوا ورته په سیمه کې د لسګونو مشکوکو کښتۍ کې سپرو ناپیژاندو اشخاصو راپور ورکړل شو.
نوموړي زیاته کړه چې یاد ۴۱ ویتنامي کډوال یې مخکې له دې چې د کوپنګ کډوالۍ دفتر ته د لا ډیرو څیړنو لپاره تسلیم کړي د سمندري ځواکونو قومندانۍ ته د راوستي دي.
«بودي» وویل: یادو کډوالو د جاوا د پریښودلو او په سمندر کې د ۴ ورځنې سفر ورورسته خپل خواړه او په کښتۍ کې تیل په بشپړ ډول خلاص کړي وو او اوسمهال د سمندري پولیسو په قومندانۍ کې تر څارنې او پاملرنې لاندې دي چې ډیر ژر به د کډوالو ریاست ته تسلیم کړای شي.
05.11.2017
- افغان تحرک
امروز چه بسا درگفته های بیش ازنود درصد از نویسنده گان، مصاحبه کنندگان و مصاحبه شوندگان افغان میدیای افغانی در رسانه های ماهواره ای و فضاهای مجازی و یا نیزدرنوشته های بیش ازهفتاد درصد از روشنفکران و تحصیل کردگان افغان درسایتها و فیسبوک ها، کلمات و اصطلاحات "مذاکرات صلح با طالبان" و "گفتگو های صلح با طالبان" به معنی مکالمه و دیالوگ با طالبان در ارتباط صلح بین الافغانی و یا هم مرتبط به موضوع صلح با طالبان درنوع غیر دقیق و در نوع پوشالی آن بکار برده میشود و تفسیر میشود که جای بس تاسف می باشد! و ن...
06.11.2017
- آر ین صافی
د پاپونیوګیني دفاعي ځواکونو قومندان ویلي دي چې دوې به هیڅ ډول خپل سرانه اقدام د هغه کډوالو پر وړاندې ترسره نکړي چې نه غواړي د مانوس ټاپو توقیف مرکز پریږدي، خو له بلې خوا د یاد توقیف مرکز قومندان «بګسی کریکي» وایي چې د اړتیا په صورت کې به یاد کډوال دې ته اړ کړي ترڅو توقیف مرکز پریږدي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاپونیوګیني کې د استرالیا هیواد توقیف مرکز د اکتوبر په ۳۱ وتړل شو او تر هغې وروسته کډوالو او پناه غوښتونکو ته د Lorengau په ښار کې جوړ شوی بدیل استوګن واحدونو ته د انتقالیدلو...