د پاپونیوګیني دفاعي ځواکونو قومندان ویلي دي چې دوې به هیڅ ډول خپل سرانه اقدام د هغه کډوالو پر وړاندې ترسره نکړي چې نه غواړي د مانوس ټاپو توقیف مرکز پریږدي، خو له بلې خوا د یاد توقیف مرکز قومندان «بګسی کریکي» وایي چې د اړتیا په صورت کې به یاد کډوال دې ته اړ کړي ترڅو توقیف مرکز پریږدي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاپونیوګیني کې د استرالیا هیواد توقیف مرکز د اکتوبر په ۳۱ وتړل شو او تر هغې وروسته کډوالو او پناه غوښتونکو ته د Lorengau په ښار کې جوړ شوی بدیل استوګن واحدونو ته د انتقالیدلو لارښونه وشوه.
د راپورونو پر اساس کډوالو او پناه غوښتونکو تر دې مهال یاد توقیف مرکز ندی پرییښی او د نه پریښودلو لامل یې په بهر کې ددوې ژوند ته ګواښ په ګوته کړی دی.
د توقیف مرکز قومندان «کريکي» همداراز زیاته کړه چې یاد کډوال لا هم د پاپونیوګیني او استرالیا هیواد کډوالۍ ریاست تر پاملرنې لاندې دي او د ده افسران به د هغوى په وړاندې تر هغه اقدام ونکړي ترڅو د مرکزي دفتر لخوا ورته لارښوونه نه وي شوي.
06.11.2017
- آر ین صافی
د ختیځ نوسا تینګارا سمندري ځواکونو د ۵ ماشومان په ګډون هغه ۴۱ ویتنامي کډوال چې د یوې کشتۍ په مرسته یې په ناقانونه ډول نوي زیلنډ ته سفر کولو توقیف کړي دي.
د سمندري پولیسو لوی کمشنر «بودي سانتوسو» د وینا سره سم پولیسو یاد کډوال هغه وخت توقیف کړل کله چې د سیمې د خلکو لخوا ورته په سیمه کې د لسګونو مشکوکو کښتۍ کې سپرو ناپیژاندو اشخاصو راپور ورکړل شو.
نوموړي زیاته کړه چې یاد ۴۱ ویتنامي کډوال یې مخکې له دې چې د کوپنګ کډوالۍ دفتر ته د لا ډیرو څیړنو لپاره تسلیم کړي د سمندري ځواکونو ق...
06.11.2017
- افغان تحرک
له دی کبله چې ټولنیز بحثونه زمونږ د کلتوری ارتقا لپاره ګتوره محسوبیږی، بی ځایه نه ښکاری، چې، دلته د سولی په هکله د ښاغلی حضرت عمر زاخیلوال لیکنی پر اساس، چې په بی بی سی پښتو او دری صفحاتو کې، د ۱۳۹۶ کال د عقرب میاشتی په څوارلسمه او پنځه لسمه نیتو کې، د د سولې پر خبرو ټينگار له چارې او که له ناچارۍ؟ او په دری ژبه کې، د زاخیلوال: هیچ کشوری به تنهایی نمیتواند به افغانستان صلح بیاورد؛ حتی آمریکا عناوینو لاندی خپاره شوی دی، یو ټولنیز بحث ته پیل وکړو، هیله ده چې صلح دوسته افغانان په دی ټولنیز بحث...